Homeخبرونهله روسیې څخه افغانستان ته د مایع ګازو صادرات زیات شوي

له روسیې څخه افغانستان ته د مایع ګازو صادرات زیات شوي

تاند ( دوشنبه د مرغومي – جدي ۸مه)  روسیې په روان کال کې افغانستان ته د مایع پټرولیم ګازو صادرات د پام وړ زیات کړي دي.

له همدې امله افغانستان د سیمې په کچه د روسیې د ګازو تر ټولو ستر پېرېدونکی شمېرل شوی دی.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د روان کال د جنورۍ څخه تر نومبر پورې افغانستان ته د روسیې د مایع ګازو صادرات شاوخوا یو نیم برابره زیات شوي او نږدې ۴۱۸ زره مټریک ټنو ته رسېدلي دي.

دغه ګاز تر ډېره د موټرو د سون توکو، د کورونو د تودوخې او ځینو صنعتي اړتیاوو لپاره کارول کېږي.

د رویټرز راپور د اقتصادي شنونکو له قوله لیکلي چې، افغانستان ته د روسیې د ګازو د وارداتو زیاتوالی د هېواد د انرژۍ په بازار کې د نسبي ثبات سبب شوی او د خلکو پر ورځني ژوند یې مثبت اغېز کړی دی.

روسیه داسې مهال افغانستان او منځنۍ اسیا ته د ګازو صادرات لوړوي چې، دغو هېوادونو ته د ایران د ګازو پر صادراتو نړیوالو بندیزنو سیوری غوړولی او دغه برخه کې یې چارې ټکنۍ شوې دي.

د مالوماتو له مخې اوس افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه د روسیې د ټول مایع ګازو صادراتو شاوخوا ۳۶ سلنه جوړوي چې. تېر کال دا کچه یوازې ۱۹ سلنه وه. دا بدلون د افغانستان لپاره د انرژۍ په برخه کې د بدیلو لارو پرانیستل او د سیمه‌ییزو اقتصادي اړیکو پیاوړتیا څرګندوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...