Homeخبرونهمسوولان: د برښنایي تذکرو د وېش له پيله تر اوسه ۱۷ میلیونه...

مسوولان: د برښنایي تذکرو د وېش له پيله تر اوسه ۱۷ میلیونه تذکرې وېشل شوي

تاند ( دوشنبه د مرغومي – جدي ۸مه)  د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې د برښنایي تذکرو د وېش بهیر له پیل څخه تر اوسه ۱۷ میلیونه او ۶۸ زره کسانو ته یې برښنایي تذکرې وېشلې دي.

یاده اداره زیاتوي چې، له یادې شمېر یې ۱۰ میلیونه او ۶۲۱ زره نارینه او ۶ میلیونه او ۴۴۷ زره ښځینه‌وو ته تذکرې وېشلې دي.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نن(دوشنبه، د ډسمیر ۲۹مه)  دا مالومات خپاره کړي دي.

د دغې ادارې د ارقامو له مخې تر ټولو ډېرې برښنایي تذکرې په کابل، هرات، کندهار، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې وېشل شوې دي.

سرچینه وایي، څه باندې ۱۱ میلیونه برښنایي تذکرې یوازې د طالبانو د حکومت له بیا واکمنېدو را وروسته وېشل شوې دي.

د یادولو وړ ده، چې اوس مهال د کابل په ګډون په ټول هېواد کې د اسان خدمت او برښنایي تذکرو ۸۱ وېش څانګې او په متحده عربي اماراتو کې د اسان خدمت یو مرکز فعال دی.

مسوولان وایي دغه فعاله مرکزونه هره ورځ ښځینه او نارینه غوښتونکو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...