تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدې ۷ مه) ځینو ایراني او افغان رسنیو د ایران د رېللارو د یوه جګپوړي چارواکي جبارعلي ذاکري له قوله راپور ورکړی چې ایران د افغانستان له لارې چین ته د یوې نوې ترانزیټي رېللارې پر جوړولو غور کوي. د دغو راپورونو له مخې، ایران غواړي د هرات له ولایت څخه تر بلخ پورې د رېللار وغځوي او بیا یې د بدخشان د واخان دهلېز له لارې له چین سره ونښلوي، څو ایران د افغانستان له خاورې له چین سره مستقیمه اړیکه پیدا کړي.
که څه هم د ایراني چارواکي دغه څرګندونې لا هم د بحث او طرحې په حد کې دي، خو که دا پروژه په راتلونکي کې عملي شي، نو کولای شي د سیمې په کچه، په ځانګړي ډول د افغانستان، ایران او چین ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې په پراخه کچه پیاوړې کړي.
اوس مهال د ایران او چین ترمنځ ډېره سوداګري د سمندر له لارې ترسره کېږي، چې نه یوازې له ستونزو خالي نه دي، بلکې د وخت او واټن له پلوه هم اغېزمنې نه ګڼل کېږي. سره له دې، دواړه هېوادونه مهم سوداګریز شریکان پاتې شوي دي. که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ غیر نفتي سوداګري هم شته، خو د چین له لوري د ایراني تېلو پېرود د دواړو اړیکو د پیاوړتیا اصلي لامل بلل کېږي. چین چې د صادراتو له نظره د نړۍ تر ټولو ستر صنعتي هېواد دی، د امریکا د بندیزونو له امله د ایران د تېلو تر ټولو پر ستر پېرېدونکی بدل شوی دی.
سره له دې چې امریکا پر ایران بندیزونه لګولي، چین دا بندیزونه یو اړخیز ګڼي او له تهران سره سوداګري ته دوام ورکوي. واشنګټن د ایران د تېلو پر صادراتو سخت محدودیتونه لګولي، چې له امله یې ایران په وروستیو کلونو کې هڅه کړې د ځمکنيو بدیلو سوداګریزو لارو په موندلو سره له ترکمنستان، تاجکستان او اوزبکستان سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي. په همدې لړ کې ایران له افغانستان سره هم خپل سوداګریز تعامل پراخ کړی دی.
په همدې چوکاټ کې، داسې ښکاري چې ایران افغانستان د یوه نوي ترانزیټي دهلېز په توګه ارزوي، چې کولای شي له چین سره د ایران لپاره تر ټولو لنډه او اغېزمنه لار برابره کړي. ایران لا دمخه د خواف–هرات په رېللارې له افغانستان سره نښلول شوی، چې ټول اوږدوالی یې ۲۲۵ کیلومتره دی. د وړاندیز شوې طرحې له مخې، دا کرښه به د افغانستان په خاوره کې نوره هم وغځول شي. دا بدلونونه د دې ښکارندویي کوي چې افغانستان لا هم د سیمې د اقتصادونو ترمنځ د طبیعي پُل رول لري او د سیمهییز اتصال او اقتصادي یوځای کېدو لپاره ستر ظرفیت لري.
د افغانستان ستراتیژیک جغرافیایي اهمیت بیا راڅرګندېږي
افغانستان د منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او ایران په څلورلارې کې موقعیت لري؛ دا هغه جغرافیایي امتیاز دی چې د سیمې هېوادونه یې د سوداګرۍ او ترانزیت په محاسبو کې له پامه نه شي غورځولی. دا مهال د افغانستان څو مهمې سیمهییزې پروژې د افغانستان په خاوره کې روانې دي، لکه د ټاپي ګاز نللیکه، د کاسا–۱۰۰۰ برېښنا لېږد پروژه، د ټرانس–افغان رېللار په اړه روانې خبرې، او نور نوښتونه چې افغانستان پکې مرکزي رول لري. دا ټولې پروژې د سیمې په اقتصادي اتصال کې د افغانستان اهمیت څرګندوي.
په تاریخي ډول، افغانستان د سیمې د نښلونې یو مهم مرکز و. د ورېښمو په لرغونې لارې یې د اسیا او اروپا ترمنځ سوداګري او فرهنګي تبادله اسانه کړې وه.
له څو لسیزو بېثباتۍ وروسته، چې ګاونډیو هېوادونو ته یې جدي امنیتي اندېښنې پیدا کړې وې، اوس وضعیت بدل شوی دی. افغانستان یو ځل بیا د سیمې د هېوادونو پام ځان ته اړولی، ځکه هغوی غواړي د دې هېواد له ستراتیژیک موقعیت څخه ګټه واخلي.
ایران، چې د افغانستان له مهمو ګاونډیو څخه دی، کولای شي د چین په لور له دې وړاندیز شوې لارې سترې اقتصادي ګټې ترلاسه کړي. که تهران په جدي توګه له افغانستان او چین سره پر دې نوښت کار وکړي، نو دا به د ټولو شاملو لورو لپاره مثبتې پایلې ولري.
که څه هم د دې دهلېز ګټې د ایران او چین لپاره نسبتاً روښانه دي، خو یوه مهمه پوښتنه دا ده چې افغانستان ته به— چې جګړه ځپلی هېواد، کمزوری اقتصاد خو پراخې نه کارول شوي طبیعي زېرمې لري— څه ګټه ورسوي؟
د افغانستان لپاره یوه ستره ګټه به د ترانزیټ عواید وي، چې کولای شي ملي خزانې ته ورزیات شي او بیا د پرمختیايي پروژو لپاره ولګول شي. بله مهمه ګټه د کارموندنې رامنځته کېدل دي. د رېللارې جوړول او چلول به په بېلابېلو برخو کې دندې رامنځته کړي، چې د خلکو د ژوند د ښهوالي او اقتصادي ثبات سبب کېدای شي.
بله مهمه ګټه دا ده چې افغانستان به له چین سره مستقیمه اړیکه ومومي. دا مهال د افغانستان او چین ترمنځ سوداګري تر ډېره د پاکستان له لارې ترسره کېږي، چې ډېری وخت له ځنډ و خنډ او سیاسي ستونزو سره مخامخ وي. بدیله لاره د منځنۍ اسیا دي چې هغه، هم اوږدې دي او هم یې لګښت ډېر دی. که دا نوی دهلېز فعاله شي، افغانستان به په مستقیم ډول له چین سره ونښلول شي، چې د لېږد وخت او لګښت به په څرګنده توګه راکم کړي. دا کار کولای شي د چینايي او ایراني توکو بیې د افغانستان په بازارونو کې راټیټې کړي.
سربېره پر دې، اومو موادو ته د چین اړتیا او په افغانستان کې د چین پانګونې به د دې رېللارې له کبله لا نورې هم پیاوړې شي. په وروستیو کلونو کې چین په افغانستان کې پانګونې کړي او له افغان حکومت سره یې مثبتې اړیکې جوړې کړې دي. مستقیم ترانزیتي دهلېز به ښايي د چین پانګونې لا زیاتې کړي. افغانستان د چین لپاره هم اقتصادي او هم ستراتیژیک ارزښت لري، په ځانګړي ډول د دې هېواد د معدني زېرمو له امله. د مسعینک سترې پروژې تر څنګ، چین په وروستیو کې په نورو سکتورونو کې هم د پانګونې هوکړې لاسلیک کړي دي.
خو د داسې یوې پروژې پیل به اسانه نه وي. د ایران، افغانستان او چین ترمنځ همغږي، رسمي هوکړې او مفصل پلانونه جوړول به د پروسې یوه برخه وي. له هرات څخه تر بدخشان پورې د افغانستان په غرنیو او دښتي سیمو کې د رېللارې جوړول بله ستره ننګونه ده. که څه هم په افغانستان او سیمه کې امنیتي وضعیت ښه شوی، خو چین ښايي لا هم د خپلو لوېدیځو سیمو د امنیت په اړه اندېښنې ولري. سربېره پر دې، د پروژې مالي لګښت به ډېر لوړ وي، چې ښايي د یوه هېواد له وسه پورته وي. خو که دا پروژه د چین د «کمربند او لارې» نوښت سره وتړل شي، عملي کېدل یې اسانه کېدای شي.
پایله دا چې، د ایران له لوري د دې وړاندیز شوې دهلېز په اړه خبرې اترې د ایران–افغانستان–چین د نښلونې په برخه کې یو نوی او مهم فصل پرانیزي. که دا پروژه د افغانستان په محور کې عملي شي، کولای شي دې هېواد ته سترې اقتصادي ګټې ورسوي. د افغانستان حکومت باید په فعاله توګه له ایران سره دا نوښت تعقیب کړي، ځکه دا د افغان ولس لپاره د پام وړ اقتصادي فرصتونه برابروي. که څه هم د هرې بلې سترې زیربنایي پروژې په څېر ستونزې او خنډونه به موجود وي، خو دا وړاندیز شوی دهلېز د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د همکارۍ لپاره نوې او مثبتې هیلې رامنځته کوي.
سرچینه: https://www.eurasiareview.com/