یکشنبه, دسمبر 28, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د بندېدو له کبله د...

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د بندېدو له کبله د لارۍ چلوونکو کړاوونه

تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدې ۷ مه) نژدې دوې میاشتې کېږي چې افغان لارۍ چلوونکي له پاکستان سره د تګ راتګ په دروازو کې بند پاتې دي، خو تر اوسه د دې بحران د حل لپاره کوم جدي اقدام نه دی شوی.

دا بحران د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو له زیاتېدو وروسته رامنځته شو. د اکتوبر میاشتې په پیل کې، وروسته له هغه چې پاکستان د افغانستان پر خاوره هوايي بریدونه وکړل او د افغانستان له ځوابي اقدام سره مخامخ شو، اسلام اباد د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ ټولې لارې بندې کړې.

اوس مهال شاوخوا ۸ زره افغان لارۍ‌چلوونکي د دواړو هېوادونو ترمنځ په تړلو سرحدونو کې بند پاتې دي. ډېری چلوونکي نه یوازې له سختې یخنۍ او خرابو هوايي شرایطو سره مخامخ دي، بلکې له اقتصادي ستونزو او رواني فشارونو سره هم لاس او ګرېوان دي.

ځینو چلوونکو رسنیو ته ویلي:
«موږ په ډېر نه زغمل کېدونکي حالت کې یوو. له دې وضعیت څخه ستړي شوي یوو. یخني د زغملو نه ده، او نژدې دوې میاشتې کېږي چې له خپلو کورنیو څخه لرې پاتې یوو.»

دې ته ورته وضعیت د پاکستاني لارۍ چلوونکو دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي کړکېچونه د دواړو هېوادونو لپاره په اقتصادي بحران بدل شوي دي. افغانستان چې د کورنیو جګړو او بندیزونو له امله له جدي اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی، د وارداتو او صادراتو لپاره له پاکستان سره سوداګرۍ ته سخته اړتیا لري. د سوداګریزو لارو تړل کېدو دا بهیر ګډوډ کړی او صادرات او واردات یې په شدیده توګه راکم کړي دي. په عین حال کې، دا وضعیت د افغان چلوونکو د معیشتي ستونزو د زیاتېدو لامل شوی او د هغوی ورځنی ژوند یې له خنډ سره مخ کړی دی.

له بلې خوا، پاکستان له خپلو وسله والو مخالفو ډلو سره د پېچلو اړیکو له امله هڅه کوي چې د سرحدونو په تړلو سره پر طالبانو فشار واچوي. دا اقدامات د دواړو هېوادونو ترمنځ د څو کلونو پټو او ښکاره کړکېچونو پایله ښکاري. که څه هم دواړه لوري دا مهال د سرحدونو د بیا پرانیستلو لپاره خبرې اترې کوي، خو سیاسي او امنیتي ستونزو پر دې مذاکراتو سیوری غوړولی دی.

په دې منځ کې، افغان لارۍ‌چلوونکي لا هم له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي او ورځې ورځې د سرحدونو د پرانیستل کېدو په تمه تېروي.

تر څو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې تړلې پاتې وي او چلوونکي له سختو شرایطو سره مخامخ وي، د کړکېچ هوارول او د تګ راتګ د لارو بیا پرانیستل جدي ډیپلوماتیکو خبرو ته اړتیا لري. که دا ستونزه ژر حل نه شي، ښايي په سیمه کې انساني او اقتصادي بحران لا پسې ژور شي.

د قبایلي جرګې غوښتنه

په خیبرپښتونخوا کې یوې قبایلي جرګې ویلي چې زرګونه مسافر، چې پکې پاکستاني سوداګر هم شامل دي، لا هم په افغانستان کې بند پاتې دي.

جرګې د چمن – سپین بولدک د لارې د سمدستي پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

د سې‌شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې، جرګې وویل چې د طالبانو چارواکي پاکستاني وګړو ته د بېرته ستنېدو اجازه نه ورکوي، سره له دې چې د کورنیو او سوداګریزو ډلو له‌خوا پرله‌پسې غوښتنې شوې دي.

د جرګې غړو وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ  سوداګري نژدې دوې میاشتې کېږي چې ځنډېدلې ده، چې له امله یې د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته سوداګر، ترانسپورټران او په ورځني مزد کارکوونکي سخت زیانمن شوي دي.

د چمن لاره د بلوچستان ایالت او د افغانستان د جنوبي ولایتونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت یوه مهمه لار ده، چې هره ورځ د سوداګریزو توکو لوی حجم او د مسافرو تګ راتګ پکې ترسره کېده.

په وروستیو کلونو کې د سیاسي شخړو، امنیتي اندېښنو او د اسنادو د ستونزو له امله پاکستان په ځلونو دا لار بنده کړې ده.

جرګې وویل، ډېری پاکستاني مسافر د معتبر پاسپورټ او ویزې له لارې افغانستان ته تللي وو، خو د اوږدو ځنډونو له امله یې د وېزو وخت پای ته رسېدلی دی، چې ستونزې یې لا زیاتې شوې دي.

د پاکستان د «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې، زرګونه باروړونکي ټرکونه چې د افغان کډوالو د کورنیو سامانونه لېږدوي، هم په پوله کې بند پاتې دي. ویل کېږي چې د ټرکونو چلوونکي د خوړو له کمښت سره مخ دي، چې له امله یې په پاکستان کې د هغوی کورنۍ اندېښمنې دي.

د جرګې مشرانو دا هم تور پورې کړ چې له مسافرو څخه د چمن او کوټې ترمنځ په ۲۲ امنیتي پوستو کې له باج اخیستل کېږي او ځورول کېږي، او له چارواکو یې وغوښتل چې د چمن اوسېدونکو ته اجازه ورکړي چې په خپلو سیمو کې په ازاد ډول تګ راتګ وکړي.

د قبایلي مشرانو له‌خوا اعلان وشو چې ډېر ژر به درې ورځنۍ قبایلي جرګه راوبلل شي، څو د چمن د اوسېدونکو او اغېزمنو سوداګرو شکایتونه په رسمي ډول راپورته کړي او د لارو د بندېدو د ستونزو لپاره یوه دایمي حل‌لاره ولټوي.

هغوی خبرداری ورکړ چې د پولو دوامداره بند پاتې کېدا د بشري او اقتصادي ستونزو د زیاتېدو سبب کېږي، او له پاکستاني چارواکو او د طالبانو له ادارې یې وغوښتل چې دا ستونزه د خبرو اترو او همغږۍ له لارې حل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پانوس؛ سويډن ـ ډنمارک ادبي هنري کاروان، ادبي غونډې

راپور: محمدسمیع صادق د ژمي په يوه ماښام کي، چي  د دوستۍ او تفکر تودوښي يخوالی نرم کړی وو، د مالمو ښار چوپتيا د شال په څېر پر ځان راکش...