Homeخبرونههند له افغانستان سره د ۶ امبولانسونو مرسته وکړه

هند له افغانستان سره د ۶ امبولانسونو مرسته وکړه

تاند (یک شنبه د مرغومي – جدي ۷مه)  د طالبانو د حکومت د عامي روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، هند د شپږو عرادو امبولانسونو مرسته ورسره کړې ده.

دغه وزارت په خبرپاڼه کې زیاته کړې ده چې، یاد امبولانسونه پرون شنبه ورسپارل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوی چې، دوی ته ورسپارل شوي امبولانسونه هر یو یې په عصري وسایلو سمبال دي.

عامې روغتیا وزارت وایي دا امبولانسونه په بېړنیو حالاتو کې د روغتیايي خدماتو له پاره ډېر ګټور دي.

په خبرپاڼه کې د عامې روغتیا وزارت د هند له دغې مرستي هرکلی کړی او ویلي یې دي چې، په دې سره به د افغانستان او هندوستان روغتیايي اړیکي لا پیاوړي شي.

هند داسې مهال دا مرسته کوي چې،تېره اوونۍ د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي رسنیو ته د هند د سفر په اړه وویل چې، دغه هیواد له افغانستان سره په بېلابېلو روغتیايي برخو کې د ۱۰،۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د مرستو ژمنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...