تاند (یک شنبه د مرغومي – جدي ۷مه) د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت له سبا دوشنبې څخه د روانې مرغومي میاشتې تر ۱۰مې نېټې د هیواد په هریرود- مرغاب، هلمند، شمال، پنج امو او کابل سیندییزو حوزو کي د یوې باراني او سېلابي څپې اټکل کړی دی.
یاد وزارت زیاته کړې چې په دې سره به د اوبو سطحه هم لوړه شي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې کندهار، هلمند، اروزګان، هرات، نیمروز، فراه، غور، بادغیس، کندز، فاریاب، زابل، غزني، خوست، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، لوګر، کابل، پروان، پنجشېر، سرپل، بلخ، سمنګان، جوزجان، تخار او کوکچه سیند هغه سیمي یادې کړي چې، په کې د سېلابونو راوتلو او اوبو د لوړوالي اټکل شوی دی.
په خبرپاڼه کي پر هیوادوالو غږ شوی چې، په یاده موده او ذکر شویو ولایتونو کې له سېلابي سیمو څخه لرې و اوسي، څو د سېلابونو له خطره وژغورل شي.
دا اټکل داسې مهال اعلانېږي چې، د هېواد په لویو ولایتونو کې اوسېدونکي یې له ککړې هوا شکایت لري او په یوشمېر ولایتونو کې بیا کروندګر له وچکالۍ شکایت لري.