چهارشنبه, فبروري 11, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهایران په افغانستان کې د وسپنې او تېلو په کانونو کې د...

ایران په افغانستان کې د وسپنې او تېلو په کانونو کې د پانګونې وړاندیز وکړ

تاند (یکشنبه/ د مرغومي/ جدې ۷ مه) په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر علي‌رضا بیکدلي، د طالبانو د کانونو او پترولیم له وزیر هدایت‌الله بدري سره په لیدنه کې په افغانستان کې د وسپنې او نفتو په کانونو کې د ایران د پانګونې وړاندیز کړی دی.

د هغې خبرپاڼې پر اساس، چې د کانونو او پیترولیم وزارت پرون (شنبې) خپره کړې، د ایران سفیر په دې کتنه کې د افغانستان کانونه د ایران او افغانستان ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره یو مناسب فرصت وباله.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې په دې کتنه کې د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا، د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د افغانستان په معدني سرچینو کې پر پانګونې خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د ایران سفیر ویلي چې ایراني شرکتونه چمتو دي د افغانستان د وسپنې او تېلو په کانونو کې پانګونه وکړي.

د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت ویلي چې هدایت‌الله بدري د ایراني شرکتونو د پانګونې له چمتووالي هرکلی کړی او د همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.

که څه هم ایران ، د روسیې په څېر، د طالبانو اداره په په رسمیت نه ده پېژندلې، خو له طالبانو سره پراخې دیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې لري.

تر دې وړاندې، د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر محمود سیادت ویلي و چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی او د پانګونې لپاره، په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې، زمینه برابره شوې ده. هغه زیاته کړې وه چې د قطري، ترکي او چینایي شرکتونو فعالیتونه مخ پر زیاتېدو دی او د ایران نړیوال سیالان هڅه کوي تر نورو مخکې دا بازار تر خپل کنټرول لاندې راولي.

هغه همداراز ایراني صنعتکاران هڅولي و چې په افغانستان کې پانګونه وکړي ځکه هغه څه چې په ایران کې جوړېږي، فابریکې یې اوس په افغانستان کې هم جوړېږي چې له کبله به یې دې هیواد ته د ایران صادرات کم شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...