یکشنبه, دسمبر 28, 2025
Homeخبرونهد احصائیې ملي اداره: تېره میاشت ۱۲ زره زېږون پاڼي وېشل شوي

د احصائیې ملي اداره: تېره میاشت ۱۲ زره زېږون پاڼي وېشل شوي

تاند ( یک شنبه د مرغومي ـ جدي ۷مه) د طالبانو د حکومت د احصائیې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په تېره لیندۍ میاشت کې یې ۱۲ زره او ۱۳۷ کسانو ته زېږون پاڼي وېشلي دي.

یادي ادارې نن یک شنبه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دغه پېژندپاڼې یې په کابل، خوست، بلخ، ننګرهار، هرات او نورو ولایتونو کې وېشلي.

سرچینه زیاتوي چې، اووه زره او ۶۶۷ زېږون پاڼې یې لویانو او څلور زره ۴۷۰ طې کوچنیانو ته ورکړي دي.

سرچینې همدارنګه ویلي چې، په یاده موده کې یې د ۲ زره او ۱۹۴ کسانو د مړیني پارچې هم وېشلي دي.

کارپوهان وایي که څه هم په افغانستان کې دا چاره نوې په پرمختګ ده خو ټینګار کوي چې، هره کورنۍ او هر فرد باید زیږون کارت ولري او طالبان باید ورته اسانتیا لا زیاته کړي.

دوی وایي د زیږون پاڼو وېش زیاتېدل د ماشوم قانوني هویت تثبیتوي او هغه ته د زده‌کړې، روغتیايي خدمتونو او ټولنیزو اسانتیاوو د ترلاسه کولو حق ورکوي.

د کارپوهانو په باور کله چې ماشومان د زیږون پاڼه ولري، حکومت کولای شي د نفوسو کره معلومات ولري او د هېواد لپاره ښه پلانونه جوړ کړي.

همدارنګه، د زیږون پاڼه د ماشومانو د قاچاق، جبري کار او ناوړه استفادې مخه نیسي او هغوی ته دا زمینه برابروي چې په راتلونکي کې په قانوني ډول اسناد ترلاسه کړي او د ټولنې فعال غړي شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

تمناباټیا: د مخ د دانو درملنه مې په خپلو لاړو کوم

تاند(دوشنبه د مرغومي ـ جدي لومړۍ) هندۍ فلمي ستورې تمناباټیا ویلي چې، د خپل پوستکي د ساتنې لپازه د خپل مخ د دانو درملنه...