Homeخبرونهعراقچي: کابل کې حاکم نظام شته، خو حکومت باید د خلکو پر...

عراقچي: کابل کې حاکم نظام شته، خو حکومت باید د خلکو پر اراده، عدالت او ګډون ولاړ وي

تاند ( یکشنبه د مرغومي ـ جدي ۷مه) ‏د ایران بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي باور څرګند کړی چې، ټول افغانان باید د خپل راتلونکي برخلیک لپاره د حکومت په ټاکلو کې حق ولري.

عراقچي ټینګار کړی چې، که څه هم په کابل کې یو حاکم نظام شته، خو ایران باور لري چې حکومت باید د خلکو پر اراده، عدالت او ګډون ولاړ وي.

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان اوسنی وضعیت د دې سبب شوی چې، ایران د طالبانو له “حکومت” سره رسمي اړیکې ونه لري، خو د شته واقعیت له مخې ورسره خبرې اترې کوي.

نوموړي ویلي، طالبان سره د پولې امنیت، اوبه، نشه یي توکي او کډوالۍ برخه کې لویې ننګونې لري، چې د مدیریت لپاره یې خبرې اړینې بولي او ټینګار یې کړی چې د افغانانو او ایران ګټې خوندي شي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ایران او طالبانو اړیکې او راشه درشه شته، خو د افغان کډوالو، اوبو او نشه يي او انساني قاچاق په تړاو هېڅ لوري رغنده خبرې نه دي شوي.

طالبانو تر اوسه د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...