داودجبارخیل
د تېرو کلونو په څېر، سږ کال هم په هالیووډ کې سلګونه فلمونه جوړ او نندارې ته وړاندې شول، خو ځینې فلمونه داسې وو چې د باکس افیس په کچه یې ستره بریا ترلاسه کړه او د نندارچیانو زړونه یې وګټل۔ په ۲۰۲۵ کال کې ایکشن، ساینسفکشن، اینیمېشن او فینټسي فلمونو په نړیواله کچه ریکارډ عاید ترلاسه کړی دی.
۱۔ اواتار: فایر اېنډ فِش (Avatar: Fire and Fish)
د ساینس فکشن دا فلم د ډسمبر په ۱۹مه خپور شو او د خپرېدو په لومړیو درې ورځو کې یې ۱۱ لوی ریکارډونه مات کړل۔ د دسمبر تر ۲۶ پورې یې په ټوله نړۍ کې نژدې ۵۰۰ میلیون ډالر عاید لرلی دی.
دا د جېمز کامرون په لارښوونه د اواتار فلمي لړۍ درېیمه برخه ده، چې پکې سام ورتینګټن، زوی یې سالډانا، سیګورني وېور او سټیفن لېنګ خپل پخواني رولونه بیا ترسره کړي، او نوې څېرې پکې اونا چاپلن او د هري پاټر مشهور ډېوېډ تېولس دي۔
۲۔ اه ماینکرافټ مووي (A Minecraft Movie)
د ۲۰۲۵ د اپرېل په ۴مه، خپور شوی فلم اه ماینکرافټ مووي د سږ کال یو له ډېر عاید لرونکو فلمونو څخه دی۔
په دې فلم کې جېسن موموا، جېک بلیک او ایما مایرز رولونه لوبولي او فلم په نړیواله کچه 423,949,195 ډالره عاید ترلاسه کړی دی۔
۳۔ لیلو اېنډ سټیچ (Lilo & Stitch)
د والټ ډزني اینیمېشن فلم لیلو اېنډ سټیچ د مې په ۲۳مه خپور شو او په نړیوال باکس افیس کې یې 423,778,855 ډالره عاید وکړ، چې له امله یې د سږ کال له بریالیو اینیمېشن فلمونو څخه شمېرل کېږي۔
۴۔ سوپر من (Superman)
د سوپر من د لړۍ نوې برخه د جولای په ۱۱مه، خپره شوه او له خپرېدو وروسته یې سمدستي لویه بریا ترلاسه کړه۔
فلم په نړیواله کچه 354,184,465 ډالره عاید کړی او د ټاپ فلمونو په نوملړ کې شامل شوی دی۔
۵۔ جراسک ورلډ: ري برت (Jurassic World: Rebirth)
د جراسک پارک د فلمي لړۍ اووم فلم جراسک ورلډ: ري برت د جولای په ۲مه، ۲۰۲۵ خپور شو۔
په دې فلم کې سکارلېټ جوهانسن او جوناتن بېلي مهم رولونه لوبولي، او فلم یوازې په امریکا کې 339,640,400 ډالره عاید ترلاسه کړی دی۔