تاند – ټېکاکسپلور وېبپاڼې په یوه راپور کې لیکلي دي: روباټونه ورو ورو زموږ د ورځني ژوند برخه ګرځي. له روغتیايي پاملرنې نیولې د کور تر کارونو پورې، په بېلابېلو برخو کې ترې کار اخیستل کېږي. خو دا چې انسانان رښتیا هم پر روباټونو باور وکړي او ورسره ګډ کار وکړي، یوازې تخنیکي وړتیا بسنه نه کوي؛ روباټونه باید انسانان درک کړي. همدا د PRIMI پروژې اساسي موخه ده.
په دې پروژه کې، چې مشري یې ډاکټر مهدي حلو (Mehdi Hellou) کوي، څېړونکي دا څېړي چې څنګه روباټونو ته د «ذهن لوستلو» وړتیا ورکړل شي، څو اټکل وکړای شي چې خلک څه باور لري، څه خوښوي او یا څه کول غواړي. وروستۍ موخه دا ده چې داسې اتومات روبوټونه جوړ شي چې وکولای شي:
- ستاسو د مرستې اړتیا له وخته مخکې اټکل کړي؛
- د وخت په تېرېدو خپل چلند لا ښه او اغېزمن کړي؛
- په طبیعي او ټولنیز ډول غبرګون وښيي.
د دوو ډولونو ځیرکتیاوو یوځای کول
څېړونکي د دې هدف لپاره د ارواپوهنې، عصبي علومو او مصنوعي ځیرکتیا له پوهې ګټه اخلي، څو داسې روباټونه جوړ کړي چې حرکي ځیرکي (څنګه حرکت کول) او ادراکي ځیرکي (څنګه فکر کول) سره یوځای کړي.
ډاکټر حلو په دې اړه وایي:
«داسې اتومات سیستمونه جوړول چې د انسانانو په ورځني ژوند کې مرسته وکړي ډېر ارزښت لري، په ځانګړي ډول په حساسو شرایطو کې لکه د ناروغانو د پاملرنه یا په خطرناکو چاپېریالونو کې کار. دا ډول روبوټونه باید وکولای شي خپل چلند له بېلابېلو خلکو او شرایطو سره عیار کړي.»
پر ناروغانو ازموینې
تمه ده چې دا ټکنالوژي ډېر ژر د مغزي سکتې (سټروک) ناروغانو د بیا رغونې په برخه کې وازمویل شي. په دغو څېړنو کې به انسانوزمه روبوټونه د ناروغانو د ښه کېدو په بهیر کې مرسته وکړي. که د PRIMI پروژه بریالۍ شي، نو تمه ده چې د روباټونو نوي نسل ته به لار هواره شي؛ داسې روبوټونه چې نه یوازې ژر زدهکړه کوي، بلکې له انسانانو سره به ډېر باوري او خواخوږي هم وي.
د دې څېړنې پایلې د ACM Transactions on Human-Robot Interaction په نوم تخصصي علمي مجله کې خپرې شوې دي.