دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد خیبرپښتونخوا اعلي وزیر له مرکزي حکومته وغوښتل چې له طالبانو سره...

د خیبرپښتونخوا اعلي وزیر له مرکزي حکومته وغوښتل چې له طالبانو سره د خبرو اجازه ورکړي

تاند(جمعه، د سنبلې ۲۶ مه) د خیبرپښتونخوا اعلي وزیر او د تحریک انصاف ګوند یوه جګپوړي غړي “علي امین ګنډاپور” د سولې په اړه د طالبانو له حکومت سره د خبرو لپاره د پاکستان له حکومت څخه اجازه غوښتې ده.

ګنډاپور له قومي مشرانو او د ګوندونو له استازو سره په کتنه کې ویلي، که د پاکستان حکومت اجازه ور نه کړي، نو د اعلي وزیر په توګه به قبایلي مشران په له طالبانو سره خبرو ته ولېږي.

ده په ​​دې باندې په ټينګار سره چې په خیبرپښتونخوا کې د اورپکۍ د له منځه وړلو لپاره مشخصې تګلارې او مهالوېش ته اړتيا ده، څرګنده کړه: «په دې ایالت کې سوله په يوه سوله ييز افغانستان پورې تړلې ده.»

د تحریک انصاف ګوند دغه لوړپوړي غړي په دوام کې وویل چې ډېر ژر به په دې اړه د ایالت د عالي کمېټې غونډه راوبولي او له طالبانو سره به د سولې خبرو ته کېني.

د خيبر پښتونخوا اعلي وزیر يادونه وکړه چې د پاکستان حکومت او پوځ دې د امنيتي ستونزو په اړه له قبايلي ولس سره مشوره وکړي او د ستونزو د هواري لپاره دې اقدام وکړي.

ګنډاپور همداراز ټینګار وکړ: د خلکو له ملاتړ پرته هیڅ جګړه نه شي ګټل کیدای. حکومت باید د دغه ایالت له خلکو سره په همغږۍ د وسله والو پر ضد پوځي عملیات وکړي.

د خیبرپښتونخوا اعلي وزیر تر دې وړاندې په خپله صوبه کې د پاکستان د پوځ له لوري د نویو عملیاتو له کېدو سره مخالفت کړی و.

د خیبرپښتونخوا اکثره سیاستوال او مخور د پاکستان د پوځ له عملیاتو سره مخالفت کوي او وايي چې د ضرب عضب په نوم د عملیاتو له کبله لا هم زرګونه قبایل بې کوره دي.

1 COMMENT

  1. دا خو خپله سم طالب دی، خو چې يوه توره لنګوټۍ پيدا او پر سر يې کړي. له رواني پلوه خو له طالب زيات افراطي ښکاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب