دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد امنیت شورا غړیو د طالبانو د امربالمعروف قانون د فوري الغا...

د امنیت شورا غړیو د طالبانو د امربالمعروف قانون د فوري الغا غوښتنه وکړه

تاند(جمعه، د سنبلې ۱۶ مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو شمېر غړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو د نوي قانون پر پلي کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغو هېوادونو بشري حقونو او لومړنیو ازادیو ته د درناوي پر اړتیا په ټینګار سره د دغه قانون د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه وکړه.

د ایکوادور، فرانسې، ګیانا، مالټا، موزمبیق، جنوبي کوریا، سیرالایون، سلووینیا، سویس، بریتانیا، امریکا او جاپان سفیرانو د جمعې په ورځ (د سنبلې۱۶مه) دغه بیانیه خپره کړه.

دوی د نړۍ له هېوادونو او سازمانونو وغوښتل چې د افغانستان په اړه د طالبانو په سیاستونو کې بدلون راولي.

د دغو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې راغلي: “موږ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د منظم جنسیتي تبعیض او ظلم په کلکو ټکو غندو.”

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د طالبانو نوي قانون پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي او د حکم پلي کوونکو ته یې پراخ واک ورکړی دی.

دغو هېوادونو ویلي چې د طالبانو د امربالمعروف قانون د افغانانو پر ژوند منفي اغېز کوي او د دوی د اندېښنې سبب دی.

په اعلامیه کې راغلي: «طالبان باید د افغان ښځو او نجونو غږ واوري او د هغوی د زده کړې، کار، د بیان ازادۍ او په ټولنه کې د حضور حق ته درناوی وکړي. دا مسله د یو باثباته، سوله ییز او سوکاله افغانستان لپاره اساسي شرط دی.»

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغو غړو د نړۍ له هېوادونو هم وغوښتل چې د دغه قانون د لغوه کولو لپاره له خپل نفوذ څخه کار واخلي.

د طالبانو حکومت د تېرې اګسټ میاشتې په ۲۱مه د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر نوی قانون اعلان کړ.

دغه قانون چې ۴ فصلونه او ۳۵ مادې لري په ۱۳ماده کې یې د ښځو د ټول بدن پټول “لازمي” بلل شوي او د قانون په ټکو “د فتنې له وېرې” د ښځو مخ پټول هم اړین دي.

په‌دې قانون کې دغه راز د ښځو غږ هم عورت بلل شوی دی او له‌مخې یې ښځې حق نه‌لري چې سندرې ووايي او ان په لوړ غږ نعتونه ووایي یا قرأت وکړي.

طالبانو په تېرو درې کلونو د زده‌کړو او کار په ګډون په ښځو ګڼ نور محدودیتونه هم لګولي دي.

که څه هم د ښځو په وړاندې د طالبانو دا سختې پالیسۍ د نړیوالې ټولنې له توندو غبرګونونو سره مخ شوي، خو طالبانو نه یوازې په‌دې برخه کې نرمښت کړی بلکې د دغه محدودیتونو پر پلي کېدو یې ټینګار کړی دی.

1 COMMENT

  1. لکه څو وارې پخوا خو دا وار به غربیان پر افغانستان حمله وکړي چه دوړې د طالب به څوک ؤنه وینې، که ښځو او نجونو حق نه ورکوی، په خدا که څه چه غرب له خوګانو نه هم بد وینم خو راضي یم چه راشي!
    هې طالبانو انساني او نړیوالو قوانینو ته سر کوز کړئ! پر نجونو او ښځو ظلم مه کوئ، مکتبون او پوهنتون خلاص کړئ، د ښځینه حقوق او آزادي ورکړئ!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب