شنبه, جولای 27, 2024
Homeکلتورديا سينگهـ انجان‎: د تحمیلي مهاجرت له امله به مې لمسیان د...

ديا سينگهـ انجان‎: د تحمیلي مهاجرت له امله به مې لمسیان د کتابتون کتابونه ونه شي لوستی

 د افغانستان مشهور جلا وطنه شاعر دیا سنګ انجان په یوه تازه مرکه کې د تحمیلي مهاجرت د بدو اغېزو په اړه غږیدلی، چې د ډېرو خلکو د پام او بحث وړ ګرځیدلی.

نوموړی، چې د افغانستان د ناسازه شرایطو او مذهبي اقلیتونو سره د تبعیض له امله له څو لسیزو راهیسې په هندوستان کې ژوند کوي، په تازه مرکه کې خپل یو شعر ویلی، چې عنوان یې دی: زما د واړه کتابتون کتابونه به په کباړۍ کې خرڅ شي.

ښاغلي انجان په دغه مرکه کې زیاته کړې، چې تحمیلي مهاجرت یې له پښتو لیک لوست سره د نوي نسل د نا اشنا کیدو سبب شوی او په رېښتیا دې ته اندېښمن دی، چې لمسیان به یې د ده او نورو پښتنو لیکوالو اثار ونه شي لوستی.

هغه له افغان هندو او سېک باورو سره د شوي تبعیض له امله د هېواد پرېښودو کیسه کړې او په ژړغوني انداز یې په هېواد کې د ټولو افغانانو د ګډ ژوند د فرصت برابریدو هیله ښودلې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې یو زیات شمېر افغانانو د ښاغلي انجان مرکه بدرګه کړې او له دغه مذهبي اقلیت سره د شوي ناوړه سیاسي – ټولنیز چلند غندنه یې کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې هره ورځ د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر فعالیتونو د بندیز، د طالبانو لخوا د قدرت د انحصار او په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض او بشري ناورین د شدت له امله د زرګونه نورو افغانانو د جلا وطنه کیدو خبرونه ورکول کیږي.

زیات شمېر کولتور پوهان دغه مهاجرتونه، چې تحمیلي بڼه لري، په فرهنګي لحاظ هم افغانستان ته له تاوانه ډک بولي او وایي د زیاتو کادرونو له وتو سره هم په افغانستان کې دننه د خدمتونو او حکومتولۍ سیستم له ستونزو سره مخ کیږي او هم په فرهنګي لحاظ دغه هېواد ته صدمه رسیږي، ځکه په بهرنیو هېوادونو کې یې نوي نسلونه له خپل فرهنګ څخه لرې پاتیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب