دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد بلوچستان په مستونګ کې د چاودنې له کبله د وژل شویو...

د بلوچستان په مستونګ کې د چاودنې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر تر ۵۰ واوښت

تاند (جمعه، د میزان ۶ مه) د وروستیو راپورونو له مخې، د بلوچستان ایالت په بلوچ مېشته مستونګ ښار کې د میلاد النبي په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د چاودنې په نتیجه کې تر ۵۰ تنو ډېر وژل شوي دي.

په مستونګ کې روغتیايي مسوول ډاکټر رشید محمدزي نن رسنیو ته وویل، د مړو شمېر ۵۲ او د ټپیانو ۵۵ ته رسېدلی دی. 

د ده په وینا احتمال شته چې د تلفاتو شمېر تر دې هم واوړي.

تر دې مخکې  د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي ویلي و چې په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او تر ۵۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

هغه ویلي وو چې د مړو او ټپیانو شمېر په زیاتېدو دی.

مستونګ د بلوچستان د مرکز کوټې په ۶۰ کیلومترۍ کې پرته سیمه ده. تر اوسه چا د نننۍ چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

تحریک طالبان پاکستان رویټرز خبري اژانس ته ویلي په دې چاودنه کې دوی لاس نه لري.

خو په وروستیو کې په بلوچستان کې د دې ډول چاودنو مسوولیت داعش په غاړه اخیستی دی. داعش په خیبرپښتونخوا کې هم پر جمعیت علمای اسلام د خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی.

 روانه میاشت په مستونګ کې په یوه بل بمي برید کې د جمعیت علمای اسلام د یو مشر حافظ حمدالله په ګډون ۱۱ کسان ټپیان شوي وو. 

3 COMMENTS

  1. ما ته ېې د کابل د وخت چاودنه را په یاد کړه. هغه وخت طالبانو د میلاد نبی په مراسمو کی د کابل په یو لوی هوتل کی ځانوژنه وکړه چی پکی همداسی یوه غمیزه را منځ ته شوه ـ پاکستان کی روزل شوی تروریستان اوس په خپله پاکستان ته بلا شوی.

  2. دلته هم بي ګناه اولسي وګړي وژل شوي؛ د طالبانو د تکتيک کاپي کړي.
    پښتو کي متل دي وايي په خره يي زور نه رسيدو دخره ځل ته يي سوټی نيولي.

  3. دا ټولې چاودنې او مرګونه په پختونخوا او بلوچستان کې تور پنجابیان کوي. ای اس ای په افغانستان کې د ښکیلتیا نه وروسته اوس کوم بل ګیم دننه پاکستان کې شروع کړی چې بیا به څومره پښتانه او بلوچان قرباني کوي. باید پښتانه او بلوچان نور تور پنجاب د خپلې خاورې وباسي کنه د وینو سیلابونو بهیدو کوم پراجیکټ شروع دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب