جمعه, مارچ 29, 2024
Homeمقالېاسلامد علماوو له وژلو ترهګر څه ترلاسه کوي؟

د علماوو له وژلو ترهګر څه ترلاسه کوي؟

زبير افغان   

 څو ورځې وړاندي د علماؤ شورا خبر ور کړ چې په تېرو ۱۵ کلونو کې ترهګرو د نظام ملاتړي ۱۰۰۰ کسه علماء شهیدان کړي دي. دا په داسې حال کې چې په دې تېره روژه کې د مولي ریحان او مولوي کامه وال ارقام هم پر ور زیات شول.

موږ باید دا پوښتنه را طرح کړو چې ترهګر ولي علماء وژني او اصلا له دې څخه څه ترلاسه کوي؟

که د جنګ لوری(طالبان)، شعارونه او د دوی ادعا شوي اهدافو ته فکر وکړو، نو پوهېږو چې د علماؤ له وژلو د هغوی څو اهداف دي:

۱/ په هیواد کې شته جنګ یو نیابتي جنګ دی، د دې جنګ تر شا چې کوم هیوادونه لاس لري هغوی زموږ د هیواد هر هغه قشر چې د هغو هیوادونو له اړتیا مو خلاصوي، وهي؛ څو زموږ هیوادوال د زیات وخت لپاره د هغوی محتاج پاته شي. د افغان نوموتو علماؤ له وژلو یو هدف دادی چې دلته د هغو علماؤ تشه احساس شي چې زموږ ټولنه ورته اړتیا لري او موږ اړ شو چې د دې تشې د ډکولو لپاره دوی ته رجوع وکړو.

۲/ زموږ هغه نظامونه چې د هیواد، ملت او ملي ګټو لپاره ليږ یا ډېر کار کوي، هغه د ګاونډیو نه دي خوښ. د دې لپاره دا جنګ روان دی او تر مختلفو نومونو لاندي زمینه سازي ورته کېږي. د همدې نظام تر چتر لاندي چې هر څوک را ټولېږي هغوی د ترهګرو په اند د وژلو وړ دي اما علماء بیا ځکه مهم دي چې د دوی موجودیت د نظام مشروعیت قوي کوي، ترهګر کوښښ کوي چې د یوې نیابتي جګړې د غزولو لپاره له نظامه مشروعیت وتروړي او بیا يې پر ضد د ولس په منځ کې ځانو ته ځای پيدا کړي او خپلو لیکو ته خلک جذب کړي.

۳/ ترهګرو د خپل جنګ لپاره یو دیني و مقدس پوښ جوړ کړی او تر دې نوم لاندي خپل ټول اعمال توجیه کوي. دا چې زموږ ولس په دې میدان کې زیاته پوهه نه لري، ترهګر په اساني کولای شې چې د ناسم استدلال په کولو پر ولس خپلې خبرې او اعمال تېر کړي او د هغوی یوه لویه کتله له ځانو سره مل کړي. نو کله چې د دین یو عالم رامخته کېږي او د هغوی له څېرې نقاب پورته کوي، ولس ته يې اصلي موخې ور ښيي، د شریعت او د دوی ترمنځ فاصله په ګوته کوي او ملت د هغوی له دام څخه را باسې، نو حتمي خبره ده چې ترهګر به عکس العمل ښيي. د یوه مخالف نظروال په وړاندي ردعمل څو ډوله کېدای شي، مثلا: ډیالوګ کولای شي، په رد کې يې کتابونه لیکلای شي، د ولس په وړاندي يې مخامخ مناظرې ته رابللای شې او نور… اما که د مخالف په وړاندي یو چا په هر ډګر کې خپله ماتې حتمي بلله، بیا نو له وژنې پرته بله لار هغوی نه ويني او همدا تګلاره به د ځان په اړه ګټور بولي، ترهګر نن همدې پایلې ته رسېدلی دي. هغوی د علماؤ په وړاندي د استدلال او ډیالوګ میدان بایللی دی، د قلم او علم په میدان کې هغوی پاته دي، له دې امله يې یوازي زور او توپک ته پنا وړې ده نو که يې هر څوک د اهدافو په وړاندي خنډ کېدل، هغوی به له منځه وړي او علماء چې په دې برخه کې تر نورو ښه کردار ادا کولای شې له دې امله به تر ټولو لومړی هدف وي.

۴/ په افغاني ټولنه کې علماء ښه ډېر اغېز لري. د علماؤ همدې رول ته په کتو هغوی هغه چاته انګېزه ور کوي چې د ترهګرو د نیابتي جنګ په وړاندي درېږي. د علماؤ ږغ پر افغانانو زیات تاثیر لري، هغه علماء چې د وطن او ملت ساتنې لپاره د خپلو امنیتي دفاعي ځواکونو په ځنګ کې درېږي، روحیه ور کوي او له خپله وطنه دفاع د شریعت له مخې یو مشروع عمل بولي، ترهګر يې د خپلو موخو په وړاندي تر ډېرو نورو مخالفو کسانو د ځانو لپاره زیات خطر بولي. له همدې امله په تېرو ۱۵ کلونو کې د علماؤ له وژلو مخ نه اړوي او د ټولو جنګي اصولو خلاف يې د علماؤ پر وژلو اقدام کړی او هيڅ ډول افغاني کلتور، شرعي اخلاق و اصول او نړۍ وال قوانین يې په پام کې نه دي نیولي او دوی فکر کوي چې د دوی هدف وسیله توجیه کوي نو همدې اصل ته په کتو يې خپل هدف ته د لاس رسي په خاطر هر ډول وسایل وکارول.

۵/ د علماؤ له وژلو د هغوی بل هدف دادی چې د خپل څان په وړاندي د علماؤ مخالفت ختم کړي، څوک شهیدان کړي، څوک زخمي، څوک له وطنه فرار ته مجبور کړي او نور په زور دې ته اړ کړي چې د هغوی له مخالفته لاس واخلي او دوی په اساني خپلو موخو ته څانونه ورسوي.

۶/ د افغان نظام د ملاتړو علماؤ وژل او کمېدل په ټولنه کې دا فرصت رامنځته کوي چې خلګ د ترهګرو د علماؤ لور ته توجو وکړي او د هغوی اغېز سوکه-سوکه پر پراخېدو شې. په دې ډول هغوی خپلو اهدافو ته څانونه نژدې کوي.

۷/ په افغاني رنګ د رنګېدلو علماؤ وژل د دين پوهانو یوه لویه تشه رامنځټه کوي، د ډکولو لپاره يې یا د ترهګرو ملاتړي مدعي دین پوهان رامخ ته کېږي یا هم د دیني علومو زدکونکي د علم لپاره خارج ته ځي. په دواړو حالاتو کې د هغوی ګټه ده. که خارج ته ولاړ شې له هغه لوري یو داسې فکر راوړي چې په یوه بله ټولنه کې تولید شوی وي، د هغوی د اړتیا له مخې پيدا شوی وي او د هغې ټولنې د کلتور رنګ يې اخیستی وي، کله چې زموږ ټولنې ته راځي نو په ټولنه کې د منلو خاص چانس نه لري او د ټولنې و یوې ډلې علماؤ ترمنځ فاصله رامنځته کېږي او دا اختلاف د زمانې په تېرېدو پراخېږي چې یو مهال په وسله وال خشونت هم بدلېدای شې. لکه دا نن داعشي او دیوبندي افکار چې یو له بل سره ښکر په ښکر دي. دا خو يې یو لوری دی، که بیا داسې وشې چې د علماؤ تشه د ترهګرو ملاتړي پوهان ډکه کړي نو هغوی په لوی لاس د ماشومانو اذهانو ته ترهګریز افکار ور انسټالوي چې دا زموږ د ټولنې لپاره د یوه خطرناک ایینده پيغام راکوي او دا حالت د ترهګرو او مغرضو ګاونډیانو په ګټه دی.

دا واقعا یو بد وضعیت دی، د افغان دولت او ولس لپاره څه اړین دي چې باید وې کړي؟

په دې باب څو کاورنه مهم دي که وشي ممکن ښې پایلې ولري:

اول: په هیواد کې د افغاني ديني فکر د تولید لپاره باید دولت او ملت همدلته ديني مرکزونه جوړ کړي چې هغه علماء زیات کړي چې د افغانانو له اړتیا سره سم ديني فکر تولید کړي او زموږ لپاره د مشکلاتو سبب نه شي بلکې ستونزې مو حل کړي.

دویم: د دیني مرکزونو لپاره د یوه داسې نصاب جوړول چې د اوس له غوښتنو سره برابر وي. دین پوهان باید یوازي تر امامته او صرف دیني چارو محدود نه وي؛ ځکه د هغوی محدودېدل هغوی ته اقتصادي زیان لري او په فقر کې ژوند هغوی د مختلفو کړیو په دام کې غورزي چې هم زموږ په تاوان دی او هم د دین. ددې لپاره اړینه ده چې د دیني علومو زدکونکی نور هنرونه هم زدکړي څو د ژوند په اوږدو کې که د دیني مراکزو له خوا جذب نه شي هم هغه له ټولنې ځان پردی احساس نه کړي او په نورو هنرونو وکولای شي ځان ته مشغله پيدا کړې چې هم ځان پر ټولنه بوج احساس نه کړي او هم ټولنه له هغه څخه ستومانه نه شي او کله چې هغه کار ولري، له اقتصادي وضعیته خوشاله وي نو د مخربو کړیو په دام کې له لوېدو هم ځان ساتلای شي.

درې: ملت او دولت دواړه دې حالا د هغو دین پوهانو ساتنه وکړي چې د دې خاورې، د دې ملت او نظام د حفاظت لپاره يې غږ کړی دی، له دوی سره اوږه په اوږه درېدلي دي او د نورو مخربو کړیو بلنې يې په کلکه نه یوازي منلې نه دي بلکې په مقابل کې يې درېدلي دي، په دې ډول به ولس او دولت څو کارونه کړي وي: خپل ملاتړي علماء به يې ساتلي وي، د ولس باور به خوندي کړي، د نورو علماؤ د را پيدا کېدو چانس زیاتېږي، د ترهګرو ملاتړي ملایان د ولس په منځ کې ځای نه شي موندلای، د ولس څوانان به مو زیات نه بې لارې کېږي، مخربې کړۍ به د اوس په کچه زیات تخریبي فعالیتونه نه شي کولای او …

هره انساني غميزه فاجعه ده، خو د پوهانو او علماؤ وژل بیا لویه فاجعه ده. هیله مو داده چې د علماؤ د ساتنې او رول لور ته توجو زیاته شي او په ایینده کې يې تر ډېره حده مخه ونیول شې چې د مړه کېدونکو کسانو په شمېر کموالی راشي او وور-ورو دا لړۍ بیخي صفر شي.

۲۰۱۹/۶/۱۵

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب