پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeداسې هم شتهساینسپه ۵ کلونو کې د ۵ ستر سایسني پرمختګونو اټکل

په ۵ کلونو کې د ۵ ستر سایسني پرمختګونو اټکل

تاند- ای بي ایم (IBM) کمپنۍ په وروستیو کې د پنځه نوښتونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې دا پنځه به د انسانانو پر ژوند ډېر اغېزمن وي.

د ساینس الرټ د راپور له مخې، د آی بي ایم امریکايي شرکت له اټکل سره سم به په راتلونکو ۵ کلونو کې د پارکینسن یا لړزې په شان ناروغۍ د یوه نرمکالي په وسیله، چې د مصنوعي مازغو ټکنالوژي او پروسس پکې کارول شوی دی، تشخیص کېږي.

دا ټکنالوژي د خلکو د خبرو د څرنګوالي او د ناروغۍ د نښو ترمنځ ارتباط پېژندلی شي.

آی بي ایم همداراز وايي چې له سمارت یا ځیرک وسایلو څخه په استفادې د لیدلو ظرفیت په فوق العاده ډول زیاتېږي.

آی بي ایم وايي چې تر ۲۰۲۲ میلادي کال پوري به کوچني دوربینونه زموږ د سترګو د نظر توان په ځلونو زیات کړي.

دا دوربینونه د مصنوعي مازغو په ټکنالوژۍ معلومات پروسس کوي.

۳- د مایکروسکوپ سیستمونه به د مځکې د کُرې په پېژندلو کې زیاته مرسته وکړي او له ډېرو پټو جزییاتو څخه به یې انسانان خبر کړي.

آی بي ایم دغه راز اټکل کړی چې ټکنالوژي به په طب کې ډېر بدلون راوړي. د ډېرو ناروغیو د اسانه تشخیص او درملنې امکان به برابر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...