جمعه, مې 3, 2024
Homeخپلواکيد اسد ۲۸ مه د خپلواکۍ د بېرته لاسته راوړلو سلمه کالیزه”

د اسد ۲۸ مه د خپلواکۍ د بېرته لاسته راوړلو سلمه کالیزه”

لیکنه او راټولونه: محمدآغا “ابراهیم خیل”

د غازي امان الله خان لنډه پېژندنه:

غازی امان الله خان د حبیب الله خان زوی په کال ۱۲۷۰ هـ ش چې د ۱۸۹۱ ز کال سره برابره ده نړۍ ته سترګې پرانیستې. دا کوچنې په باچاهي محل کې ډیر په ناز رالویده.په روزنه کې یی تر ډیره مور چې د شاغاسي خوشدل خان لور او د بارکزیو په لوې ټپر پورې اړه لري لاس درلود.

غازي امان الله خان له نن څخه پوره ۹۴ کاله وړاندې له انګریزانو څخه خپلواکي ترلاسه کړه
ورسته له دي چې امان الله خان خپل ښې او کیڼ لاس وپیژاند نو پر دي وپوهیده چې پلار یې په افغانستان کې د انګریزانو په ګټه واکمني کوي .دې فکر دهغې د کینی روحیه نوره هم پیاوړی کړه.په همدی روحیه ښوونځی ته ولیږل شو او تر څنګ یی د وخت له پیژندل شویواستاذانو او ښوونکو نه هم روزنه تر لاسه کوله او ملي بدمرغیو ته په ځيرنه ورسره د هیواد دپرمختګ هیلی هم پیاوړې شوی.

امان الله خان دخپل پلار تر مړینی اوه ورځی وروسته دفبروې پر ۲۸مه یوه خبرتیا خپره کړه چی پکی ویل شوي و.دافغانستان معظم ملته !ما دخپل پلار دسلطنت پرمهال دکابل واک په لاس کې درلود او دادی اوس د ټول هیواد دواکمنۍ دا دروند بار په اوږو اخلم کله چې ماته دې ستر ملت دپاچاهۍ تاج پر سر کړ نو ما ژمنه وکړه چې دافغانستان دولت به لکه دنړۍ دنورو قدرتونو په څېر په دننه او دباندې کې خپلواک وي،دافغانستان خلک به دقانون تابع وي، د زور او جبري کارونه به بند وي، دپام وړ اصلاحات به رامنځ ته او هېواد به په نړۍ کې خپل ځانګړى ځاى ومومي.زه به په سلا مشوره دهېواد چارې اجرا کوم تاسوبه هم دخپل دين او هيواد په چارو کې ډير هوښيار اوسئ.

امان الله خان دخپل پلار دریم زوی و ټینګ عزم او پخه اراده یی درلوده.اورین(توند) مزاج یی درلوده او ډیر زر به غوسه کیده خو به عین حال کی ډیر ذکي هم وو.دپښتو او دري تر څنګ یي ترکی ژبه هم روانه ویلای شوه.مناقشه او مناظره یی ډیره خوښه وه.

امير د(١٩١٩ز) داپريل(١٣مه) په دربار کې داډول اعلان وکړ: زه ځان او خپل هېواد له کورني او بهرني پلوه په بشپړه توګه خپلواک اعلانوم، تر دې وروسته به زما ملک دنړۍ دنورو ملکونو په څېر خپلواک وي او دنړۍ هيڅ يو طاقت نشي کولاى چې ديو ويښته په کچه هم دافغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي او که په دا ډول اقدام لاس پورې کړي ،نو سربه يې په توره له تنې جلا کړم.

غازی امان د انګرېزانو پر وړاندې په ټول هېواد کې د جهاد اعلان وکړ. چې د خلکو له تود هرکلی سره مخ شو. وروسته له دې غازی امان الله خان د هېواد په بیا رغوولو پیل وکړ.

شاه امان الله (د اساسي قانون پلار):

افغانستان کې د لومړي ځل لپاره اساسي قانون (نظامنامه) د شاه امان الله خان په وخت کې په (۱۹۲۲ز) کال کې په جلال اباد کې تصويب شوه.

د لومړي ځل لپاره افغانستان ته الوتکې د شاه امان الله خان د واکمنۍ پرمهال راوړل شوې.

افغانستان ته د لومړي ځل لپاره راډيو د شاه امان الله خان په وخت کې راوړل شوه.

افغانۍ د لومړي ځل لپاره د شاه امان الله خان د واکمنۍ پرمهال چاپ شوه.

د لومړي ځل لپاره ريل ګاډی د شاه امان الله خان په وخت کې افغانستان ته راوړل شو.

د شاه امان الله خان د واکمنۍ پرمهال د لومړي ځل لپاره د افغانستان بيرغ له درې رنګو (تور، سور، شين) څخه جوړ شو.شاه امان الله خان دوه ځل حج کړی و، خو کلکاني ويل کافر دی.

افغانستان کې د لومړي ځل لپاره تذکرې د شاه امان الله خان وخت کې وويشل شوې او لومړۍ تذکره يې خپله واخېسته. او داسې نور ډېر کارونه چې د شاه امان الله خان د ستایلو یادولای شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب