د هیواد په مختلفو برخو کې له انګریزانو څخه د خپلواکۍ بېرته اخیستلو ۱۰۱ کالیزه ولمانځل شوه، خو راځئ ښکاره یې ووایو، چې د خلکو یوه غټه برخه اوس هم دغه ورځ نه لمانځي.
د هغوی دلایل مختلف دي. یو شمېر شک لري چې افغانستان اوس هم خپلواک دی که نه؟ او یو شمېر نور بیا په غازي امان الله خان لومړی د کفر ټاپه پورې کوي او بیا همدا د دې ورځې د نه لمانځلو لپاره دلیل ګرځوي. یو شمېر خلک د دې ورخې لمانځل هسې د وخت او امکاناتو ضایع بولي او یو شمېر نور بیا فکر کوي چې د خپلواکۍ د ورځې لمانخل به یوازې د حکومت مسؤلیت وي.
که تاسې د افغانستان نورو ولایتونو او سیمو ته لاړ شئ، فکر به وکړئ چې د خپلواکۍ د ورځې لمانځل یوازې د ختیځ زون او په ځانګړې توګه د جلال اباد ښار په پچه رسیدلي دي.
یو ډېر شمېر له دې نه دي خبر چې له انګریزانو چا، څه وخت او په کوم ډول خپلواکي اخیستې؟ او نور ډېر شمېر بیا فکر کوي چې د خپلواکۍ د لمانځلو پر ځای دا غوره ده چې سړی خپلې کورنۍ ته کومه افغانۍ زیاته وګټي.
تاسې فکر کوئ چې د خپلواکۍ د ورځې د نه لمانځلو لپاره دا او نور ګڼ دلایل تصادفي منخ ته راغلي دي؟ نه! هیڅکله نه!
باید هېر نه کړو چې له دې دلایلو سره عادي چلند خپله سخته د اندېښنې وړ خبره ده.
حقیقت دا دی، چې پورته ذکر شوي او نور له لیکلو پاتې حقایق تصادفي نه دي. د دغې هر څه لپاره طرحه جوړه شوې، د تحقق لپاره یې زرګونه تنه قرباني شوي دي، لګښت پرې راغلی او تراوسه یې کلونه وخت نیولی دی.
عام فکر دا دی چې موږ یو خپلواک ملت یو، ځکه خپل اساسي قانون، ولسمشر، پوځ او ملکي ادارې لرو. هیڅوک مجبور نه دی چې د استعمارګر په ګټه حتی یوه تیږه په بله کيږدي. دا ډله خلک فکر کوي چې استعمار اوس هم همغه بڼه لري چې څو پېړۍ وړاندې معمول و. یو بیګانه هیواد به زمونږ په ځمکني حریم نظامي تېری کوه، دلته به یې خپل تبعه حاکم ګرځوه او مونږ یې په زور خپلو قوانینو ته په درناوي اړویستو. په داسې حال کې چې خبره داسې نه ده. د استعمار هغه بڼه اوس په ټوله نړۍ کې له منځه تللې ده. اوس به دې حاکم د تا له منځه وي، خو د تا لپاره به نه وي، ستا پوځ به وي، خو ستا په ګټه به نه کاریږي، قوانین به ستا په استازیتوب جوړیږي، خو ستا په ګټه به نه وي. په عمومي ډول به یو کم شمېر خلک په شعوري ډول استعمارګر ته کار کوي او نور ټول به په غیر شعوري توګه د استعمار په خدمت کې وي.
په اوسني استعمار کې له زور څخه کار نه اخیستل کیږي، بلکې له بېلابېلو او ګڼو لارو کار اخیستل کیږي تر څو مستعمره ملت د استعمارګر د غلامۍ ځنځیر په خپله خوښه او ویاړ په غاړه کړي.
له بله اړخه، استعمارګرو هیوادونو خپل مخالفین په خپله منځ ته راوړي دي. هغه اشخاص او ډلې چې فکر کوي مونږ خپلواک نه یو، خپله داعیه له داسې لارو مخې ته وړي چې پوهه طبقه ورسره ملګرې کېدی نه شي او ناپوهه طبقه نه پوهیږي چې د هغوی اوبه د استعمار ژرندې ته لویږي.
استعمارګر قوتونه زمونږ د ټولنې په نبض ډېر ښه پوهیږي، هغوی پوهیږي چې زمونږ لپاره دین تر ټولو لومړۍ، ستره او معتبره مرجع ده. له بده مرغه په تېرو څو کلونو کې ویښ، با درکه او واقعي علما یا خو شهیدان شول او یا نوم بدي شول. د هغوی ځای نا اهلو او داسې عالمانو نیولی چې په شعوري یا غیرشعوري توګه د استعمار په خدمت کې دي. د همدې علماوو له لوري په امان الله خان د کفر ټاپه لګېدلې او داسې راته ښودل شوې چې د کافر په لاس ګټل شوې خپلواکي هیڅ ارزښت نه لري.
استعمارګرو هیوادونه د خپلو رسنیو پر مټ هڅه کړې ده چې د خپلواکۍ د ورځې لمانځل یو بې ګټې کار معرفي کړي.
کله چې د خپلواکۍ پر ورځ هم له یوې رسنۍ په نورو موضوعاتو بحث او خپرونې ګورې، په تدریجي توګه د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو ارزښت د سړي په سترګو کې راټیټیږي او د هغې پر ځای نور ورته نور موضوعات مهم بریښي. د همدې رسنیو پر مټ د خلکو په ذهن کې دا هم پیچاري شوي دي چې د خپلواکۍ د ورځې لمانځل یوازې د حکومت مسؤلیت دی.
له یوه اړخه دا خبره ناسمه ده او له بلې خوا د حکومت واګې د داسې چا په لاسونو کې ورکول شوي دي چې د دې ورځې لمانځل نه غواړي یا یې نه شي لمانځلی.
مونږ ته داسې ښکاره کړای شوې چې د حبیب الله کلکاني یا بچه سقاو ګناه د هغه قومیت و او په همدې ګناه وژل شوی دی. له نوموړي څخه لومړی د یوه ځانګړي قوم لپاره اتل جوړ شوی دی او بیا هغه اتل د غازي امان الله خان په وړاندې ودرول شوی دی. هڅه شوې ده چې خپلواکي د افغان ملت پر ځای د غازي امان الله خان توره وبلل شي او امان الله خان یوازې د یوه ځانګړي قوم ویاړ وګرځول شي.
عام اولس ته په خپلو ټولو ارزښتونو شک پیدا کړل شوی دی. یو شمېر خلک کېدلی شي داسې وانګیري چې د خپلواکۍ اخیستل د مهاتما ګاندې په طریقه د عدم تشدد له لارې مناسب و، نه د غازي امان الله خان په طریقه د ټوپک له لارې او ګڼ شمېر په دې نه پوهیږي غازي امان الله خان څوک و، څه وخت او په کومه طریقه وتوانېده چې له انګریزانو د هیواد خپلواکي بېرته واخلي. د دې سبب هم یو نه دی، بلکې له سانسور شوي ښوونیز نصاب څخه نیولې تر نا اهلو دیني، سیاسي او ټولنیزو رهبرانو ټول کېدلی شي.
له دې ملت څخه په تدریج سره د پر ځان بساینې لارې چارې او منابع واخیستل شوې. د ټولنې له اکثریت څخه د ژوند دودیزه او د دې جغرافیې او ټولنې له شرایطو سره برابره د ژوند کولو طریقه هېره کړل شوې ده. حکومت د خپلواکۍ جشن نه شي لمانځلی او عام خلک فکر کوي چې هغوی ته دې د خپلواکۍ جشن د لمانځلو لپاره پیسې او ډوډۍ ورکړل شي.
د هغه ورځې په هیله چې د ژوند په ټولو برخو کې خپله خپلواکي حس کړو، هیچا ته د هیواد پر خپلواکۍ شک نه وي پاتې او د خپلواکۍ ورځ د هیواد په ګوټ ګوټ کې په جوش او ولولو لمانځل کیږي.