شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهزلمی خلیلزاد: د سولې پروسه یوې مهمې او هیله بښونکې مرحلې ته...

زلمی خلیلزاد: د سولې پروسه یوې مهمې او هیله بښونکې مرحلې ته رسېدلې

تاند، چهارشنبه، د اسد ۲۹مه: زلمي خلیلزاد افغانانو ته د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ۱۰۱ مې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ تر څنګ ویلي، د افغانستان د سولې پروسه یوې مهمې او هیله بښونکې مرحلې ته رسېدلې ده.

د افغان سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې پروسې په هکله په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، افغان سوله مهمې او هیله بښونکې مرحلې ته رسېدلې ده.

ښاغلی خلیلزاد زیاتوي، په داسې حال کې چې د سولې پروسې ته جدي ګواښونه متوجه دي هم مهال ورسره هیلې شته چې روانه ۴۰ کلنه جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسېږي.

نوموړي ویلي اوس ددې وخت دی چې ژر تر ژره  د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د بین الافغاني مذاکراتو تاریخي او حیاتي پروسه پیل شي.

خلیلزاد د خپلواکۍ د ۱۰۱ کلیزې په مناسبت په خپلو پیغامونو کې د ښکیلو خواوو پر مشرانو غږ کړی چې د افغانانو او د افغانستان ګټو ته لومړیتوب ورکړي او له پخوانیو تېروتنو عبرت واخلي.

د زلمي خلیلزاد په خبره اوس ددې وخت چې ښکیل لوري د افغانستان د سولې او ثبات لپاره په ریښتیني توګه راپورته شي، چې په دې توګه به روانه ۴۰ کلنه جګړه پای ته ورسېږي.

2 COMMENTS

  1. فکر نه کوم چې سوله راشي ځکه چې امریکا او خلیلزاد یوازی غواړي چې نوی لوبه پیل کړي او افغانان نور هم د اور په لمبو پاخه کړي که په رښتینی توګه امریکا وغواړي چې په افغانستان کې سوله راشي ډیر ژر به وسلوالي ډلې خپلی وسلي پر ځمکه کیږدي او د حکومت سر به د خبرو میز ته کینی او جګړه به پای و مومي خو بدبختانه چې مونږ د پردیو د استخباراتي جګړو د وزلوبې میدان ګرزیدلی یو .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب