پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeفلسفهفلسفه څه ته وایي؟/ اسدالله غضنفر

فلسفه څه ته وایي؟/ اسدالله غضنفر

د بشر معرفت له لویه سره په څلورو څانګو وېشلای شو: یو دین دی چې بنیاد یې په وحي ولاړ دی. بل فلسفي معرفت دی چې بنیاد یې په تعقل ولاړ دی. ساینسي معرفت تر ډېره حده په تجربه او هنري معرفت په احساساتو باندې زیاته تکیه لري. شکسپیر یوه ډرامه لیکلې ده چې ( اتللو) نومېږي. د دې ډرامې موضوع په مینه کې خیانت او حسادت دی. مونږ چې د حسادت په موضوع باندې د اخلاقو په فلسفه کې بحث کوو، بحث مو کلي او عمومي وي، د خاص کس له حسادت سره سروکار نه لرو خو د شکسپیر د ډرامې موضوع حسادت نه بلکې د اتللو حسادت دی.

هنر چې تر ډېره حده حسي معرفت دی، له جزییاتو سره سروکار لري او فلسفي معرفت چې د تعقل پیداوار دی، له کلیاتو سره تعلق نیسي. ساینس د تجربې بچی دی. د دې لپاره چې دا ثابته شي چې د اوبو مالیکول له یوه اتم اکسیجن او دوه اتومو هایدروجن څخه رغېدلی دی، استدلال نه بلکې تجربه پکار ده.

تر دې ځایه مونږ د معرفت د لویو څانګو تفاوت ته خورا مختصره اشاره وکړه خو دغه تفاوتونه دومره هم اسانه نه دي. هر هنري اثر تعقل غواړي او شاعر یا لیکوال ډېر ځله تجربې ته ضرورت لري. علمي کشف که هر څو له تجربې زېږي خو منطق او تعقل او استدلال ته هم پکې اړتیا ده.

د فلسفې تر ګردو لویه ځانګړنه دا ده چې له منطقي استدلاله پکې استفاده کېږي. له منطقي استدلاله مو مطلب دا دی چې استدلال نور ډولونه هم لري. مثلا هنري استدلال. د دولسمې هجري پېړۍ شاعر معزالله مومند وایي:

سرټیټی له سرکشۍ سره لازم وي

که یقین نه کړې لږ وګوره مینا ته

له مینا څخه دلته منظور صراحي ده چې هسکه غاړه لري او شاعر یې همدا هسکه غاړه سرکشي بللې ده. له بلې خوا له صراحي څخه د اوبو یا نورو مایعاتو د را اخیستلو لپاره پکار ده چې د هغې سر ټیټ شي. شاعر له دغه حالته د انسان په ژوند او اخلاقو کې د مثال استفاده کړې ده خو دا مثال او دا استدلال هنري او تشبیهي دی، نه منطقي.

له منطقي استدلاله یوازې په فلسفه کې نه بلکې د معرفت په نورو ساحو کې هم استفاده کېږي. د دې لپاره چې د فلسفې حدود یو څه نور هم مشخص شي نو وبه وایو چې فلسفه د منطقي استدلال په مټ هرې پوښتنې ته نه بلکې ځینو پوښتنو ته د ځواب ورکولو کوښښ کوي. فلسفه له هغو پوښتنو سره سروکار لري چې زموږ له ژوند او وجود سره یې تړاو دی. د ژوند مطلب مو څه دی؟ ایا جهان خالق لري که یې نه لري؟

زموږ کومې چارې اخلاقي دي او کومې نه دي؟ ایا موږ واقعا ژوندي یو او که ژوند د خوب و خیال غوندې یو شی دی؟ علم څه دی؟ هنر څه دی؟ ښکلا څه ده؟ د وګړي او ټولنې رابطه باید څنګه وي؟ مساوات څه ته وايي؟ ازادي څه ده؟ څومره ازادي راته لازمه ده؟

موږ یوازې مادي بدن یو که روح هم لرو؟ موږ تر کومه حده په خپلو حواسو، خپلو تجربو او خپل عقل باندې باور کولای شو؟ د دارنګه پوښتنو یو خصوصیت دا دی چې له ژوند سره یې تعلق دی او اساسي پوښتنې دي. بله دا چې اکثره یې له داسې مسایلو سره تړاو لري چې زموږ په ګومان مونږ ورته ځوابونه لرو خو چې غور ورباندې وکړو بیا له ډېرو شکونو او اختلافونو سره مخ کېږو.

د دغو پوښتنو او موضوعاتو یو بله ځانګړنه دا ده چې تر ډېره حده به د استدلال له لارې ځواب ورته مومو، نه د تجربې له لارې.

مثلا دا موضوع تجربه کولای نه شو چې د انسان د ژوند مقصد څه دی خو منطقي بحث ورباندې کېدای شي. مونږ په دې باره کې هم منطقي استدلال ته اړتیا لرو چې کومې چارې مو اخلاقي دي او کومې نه دي؟ ایا په اخلاقي لحاظ دا سمه ده چې همېشه رښتیا ووایم او که د مصلحت په خاطر کله نا کله دروغ هم جایز دي؟

فلسفه په دې ارزي چې ولوستل شي، ځکه دا به بې انصافي وي چې ژوند کوو خو غور ورباندې نه کوو.

بدلون اوونیزه \ لومړی کال\(9) ګڼه\ چارشنبه\عقرب 2۸\ ۱۳۹۳

1 COMMENT

  1. لزما په فکر ساینس د تجربی محصول او تجربه د اړتیاوو او نیمګړتیاوو په اوږدو کی تر لاسه کیږی د مثال په ډول د بشری ژوند په شروع کی انسان د میوی یا غوښی د خوراک د پاره لاسونه او پښی کارول مګر په کلکو شیانو کی به یی ورته ګټه نه کوله ،مجبور شو تیری ډبری پیدا او بیا یی لا پسی تیزی کړی دغه ایدیا د اړتیاوو سره ملګری وه ،او دغه اولنی ایدیا فلسفی حیثیت هم له ځانه سره درلود ،هغه انسان وتوانید چه دغی ایدیا ته د عمل جامه واغوندی یعنی هغه تیره شیان جوړ او خپلی اړتیا پری رفع کړی ، دحل لیار چه هغه تیره شیان یی جوړ کړل د تجربی له مخی رامڼځته شو اوایلو کی ساده او بیا وروسته غښتلی او پياوړی شول دغه د حل لیار ته یی ساینس وایی .
    د انسان د ژوند په اوږدو کی ډیری نوری اړتیاوی پیدا کیدلی او یا ورته دخپل چاپيریال په اړه پوښتنی پیدا کیدلی مثلا ګلونه یا میوی ولی بیل بیل رنګونه ، بیونه او خوندونه لری . دی پوشتنو ته د هغه وخت انسان مثبت ځواب نه شو ویلای ، د اوس وخت انسان هغه ډول ډیرو پوښتنو ته ځواب ووایاست او ډیری پوښتنی یا نظری اوس هم شته چه د اوس وخت انسان ورته ځواب نه شی ویلای او یا ورته خیالی او یا ورته غلط او یا ورته نیمه سم ځواب وایی . هغه نوی نظریه ( نوی پوښتنه ) چه د نوی پدیدی د زیږیدو د پاره رامنځته شوی حتمی نه ده چه هره
    پوشتنه به ځواب ولری یعنی ډیری پوښتنی یا د نظریو عملی اړخ کله ممکن او کله ناممکن هم وی ، د مثال په ډول الله ج حضرت محمد ص ته فرمایی چه له تا به د روح په اړه پوښتنه وشی ، ورته ووایه چه روح د الله امر دی ، یعنی د روح په ماهیت مونږ انسانانو ته پته نشته ، د پوښتنو زیږولو کی ګناه نشته مګر ځوب ورکول هری پوشتنی ته ممکن ، نیمه ممکن او یا ناممکن دی .
    ټولی نظری او پوښتنی فلسفی اړخ لری مهمه نه ده چه هغه نتیچه ورکړی که نه ، او کومه یوه چه په اوایلو یا اواخرو کی د عمل جامه واغوندی هغه نظری نوره عملی ساینسی پدیده شی . دا چه خلک وایی اسلامی فلسفه ، ناسمه خبره ده ، خو فلسفه د داسی چا په واسطه رامنځته کیږی لکه یو نابلده چه یو نوی ښار ته راشی هر څه ورته پوښتنی پوښتنی وی نو د ټولو شیانو په پوهیدلو فلسفی پوښتنو ته اړه لری مګر الله ج نابلده نه دی چه لمړی نظریه ورکړی او بیا وګوری چه نظریه یی عملی اړخ نیسی که نه ، نو اسلامی فلسفه به همدا معنی ولری چه د الله ایتونو ته د یوی ایدیا حیثیت ورکوی ، ایدیا یا نظریه د مثبتو او منفی اړخونو تر منځ وی د الله ج ایتونه یوآخی مثبت اړخونه لری که یی فرمایلی وی چه دا کار داسی دی تل هغسی وی او که یی فرمایلی چه دغه کار داسی نه دی تل هغسی نه وی ، مثلا د روح په اړه یی فرمایلی چه انسانان نه شی پوهیدی تر اوسه نه پوهیږی او نه به وروسته پوه شی . مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب