شنبه, اپریل 27, 2024
Homeداسې هم شتهجاپانیان هم زموږ په شان د شین او زرغون توپیر نه کوي

جاپانیان هم زموږ په شان د شین او زرغون توپیر نه کوي

تاند – که څه هم په پښتو کې د شین او زرغون رنګونو توپیر شته خو ډېر خلک دواړو ته شین وايي.

هوبهو ستونزه په جاپاني ژبه کې هم شته. موږ (د ترافیک) شنه اشاره وایو. حال دا چې منظور مو زرغونه اشاره وي.

په پخوانۍ جاپاني ژبه کې هم د شین او زرغون توپیر نه کېده او له همدې کبله لا هم په جاپان کې نه یوازې د زرغونې اشارې په ځای شنه (ao) اشاره ویل کېږي بلکې عملاً یې د اشارې رنګ بدل کړی او شین کړی دی. د نړۍ په بل کوم هیواد کې شین رنګه اشاره نه شته.

په ترافیکي مقرراتو کې د سرې اشارې معنا دا ده چې په وړاندې یې باید ودرېږو. د نارنجي معنا دا ده چې زرغونه ورپسې راروانه ده خو د شنې معنا دا ده چې تللی شو. د جاپان په اشارو کې هم شین او هم زرغون رنګ تګ ته د اجازې معنا لري.

جاپانیانو پخوا د ډېرو رنګونو لپاره نومونه نه لرل خو وروسته یې جوړ کړل. لکه “Midori” چې زرغون ته وايي. اوس هم ځینې جاپانیان زموږ په شان د Ao شین او “Midori” زرغون توپیر نه کوي.

1 COMMENT

  1. ډیر ښه .
    مطلب شین چې دی، دا اسماني رنګ ته ویل کیږي. او زرغون بیا د چمن او د بوټو د شنو پاڼو رنګ ته ویل کیږي. همدا یې باید مونږ هم توپیر وکړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب