پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeټولنیزد ژوند ۵۰ جملې! / ژباړه: رضوان لرمل

د ژوند ۵۰ جملې! / ژباړه: رضوان لرمل

د مننې لپاره لومړی تمرین وکړئ بیا مننه ( ځکه مننه وړ لغات دی، خو دهغه ادا کول خورا ګران دی)
د خپل ژوند په ټولو برخو کې داسې فکر وکړئ لکه همدا مو چې ورستی فکر وي( ځکه غښتلي فکر مو ستونزې هواروي)
سهار وخته پاڅېدل مو ګڼې ستونزې هوارولی شي.

ورځنۍ چارې مو لکه د کامرې د فلش په څېر په اتومات ډول پرېږدئ. ( کله چې اړتیا ورته لیدل کېږي پخپله رڼا درته کوي)
هره ورځ د یوه ښه (خپل د خوښې) کتاب که فصل نه لولئ څو پاڼې یې ولولئ.

تر ټولو مهمه برخه ځانته وخت ورکړئ، ځان وپالئ، ځکه هغوئ چې ځان پالي د نورو پاللو ته ځان ښه رسوي.
هغه شېبې مو دقیقې مصرف کړئ چې یواځې یاست ( درېیم کس نه وي درسره)

د ورځنیو چارو له لیست څخه مو لومړی هغو ته ورسېږئ چې سختې وي ځکه په پیل کې انرژي د سختو کارونو لپاره ډېره وي.
موخې وټاکئ، البته هغه موخې چې ترسره کول یې درته ډېر ګران نه وي ( غټې موخې مو له وړو اهدافو زړه تورې کوي، برعکس حالت هم همداسې ده. تعادل ساتل پر تاسو دی).

له ناکامۍ څخه مه وېرېږئ ( که هسې وېره خوره شي نو ترمخ دي ډېر ژوند پاتې)
د شپې تر ۱۰ بجو مخکې پستر ته لاړ شئ ( دا مرسته کوي چې سهار وخته پاڅېږئ، پرته له کوم کسالته)

خواړه مهمه برخه ده، د غوره او پاکو خوړو سره ځان عادت کړئ.
هڅه وکړئ له اوړو او بورې څخه لري واوسئ ( د دې دو کارونه مو هم وزن زیاتوي هم د نارغیو بهانه جوړېږي)

فعال اوسئ، هغوئ چې تل په تحرک کې دي ذهني وده یې تر نورو یو په دوه وي.
نوښت وکړئ، (نوښتګران زړښت سره ډېر ناوخته مخ کېږي)
کله چې خبره د راتلونکو کسانو ستاسو په ژوند کې وي نو کیفیت پر کمیت غوره وبولئ.

که غواړئ چې درته احترام وشي، ډیسپلین ولرئ او کړې ژمنې مو پر وخت ترسره کړئ.
له خوبه پاڅېدلو نه وروسته، دورځني کار په پای او د ستړیا په وخت کې ازاد حرکات له یاده مه باسئ ( تمرین مو د غړو روابط یو له بل سره مظبوطوي)

ورځنۍ چارې مو له مخه درته پلان کړئ ( ګټه ګورۍ وټاکئ، کومې په کوم وخت کې تر سره کړم او د ورځې په پای کې یو راپور له ځانه وغواړئ)
هغه ډوډۍ چې د ټلوېزیون ترمخ خورئ، دومره به خوند ونه کړي یوځل یې د پخلنځي پر مېز امتحان کړئ.

په بستر کې مو خپل پوست (جلد) ته ښه پام کولی شئ ( درسره کریم، واسلین یا هم درمل په بستر کې په مخ او لاسونو ومښئ، ځکه له ۸ تر ۹ ساعتونو خوب وروسته به درملو خپله اغېزه کړې وي)
دسترخوان مو له ترکارۍ پرته مه غوړئ ( هغه که یو پیاز، مرچک او یا هم ملۍ وي)

هغه مووضوعات چې ډېر درته ارزښت لري د ورځې یوه برخه مو ورکړئ او ژور فکر پرې وکړئ.
ډېرې اوبه او کم ګاز لرونکې څښاک وڅکئ.
د لمرضد ګریم سهارنۍ دنده وګرځوئ.
احساسات مو اداره کړئ ( هغوئ چې احساسات کابو کوي، ډېر کم پاتې راځي)

هغه څه چې تاسو احساسوئ او خوند ترې اخلئ وې کړئ، له دې مه وېرېږئ چې نور به څه وايي.

هره ورځ یو څه نوي زده کړئ هغه که یو توری هم وي پروا نه کوي.
تر ټولو غوره شېبه به مو دا وي چې ناڅاپه ټلفون را واخلئ خپل پخواني ملګري ته زنګ ووهئ،خاطرې ووایاست وخاندئ.
ښه اورېدونکی واوسئ، هغوئ چې ښه اورې ښه ځواب ورکوي.
مشوره له هغوئ واخلئ چې مخکې مو هم ترېنه اخیستې او ښه اغېزه یې ستا پر ژوند کړې.

د مجلې لوستل له یاده مه باسئ، ډېر څه به نوي زده کړئ.
هغوئ چې په وینه درګډ دي د ځان یې وګڼئ هغوئ چې خپلوي له اړخه درسره نږدې دي وخت ورکړئ.

دریځ مو هره شېبه مه بدلوئ، بیا د نور تر پام کاواکه ښکارېږئ.
په اونۍ کې ۳ ځلې ځان له هغه چاپېریاله لري کړئ چې په کې هوسا یاست. ( ځان وننګوئ کېدایشي ستاسو وړتیا تر دې ډېره وي)
په زړه پورې به وي چې یو داسې څه وکړئ چې تر اوسه مو هیڅ نه وي کړي( لېونۍ کړنې مو ژوند له تکراري صحنو راباسي)

له خپلو ناکامیو یې زده کړئ، خو ناکامي مو هر وخت په مخ مه دروهئ ځکه دا کړنه مو خپل ځانته خپل شخصیت ماتوي.
اندېښنه مه کوئ، پوهېږئ چې دا کار کېدونکی دی نو وار له مخې اندېښنه د څه لپاره؟

د خوب خونه، دکالو المارۍ او د بوټونو المارۍ مو هره ورځ منظموئ( دا به دومره وخت ونه غواړي خو که خبره اونۍ ته رسېږي بیا به مو ستړي کړي.

هغه ستونزې چې پر تاسو راتلونکې دي، که ستاسو د شخصي حریم برخه وي منظم پلان ورته جوړ کړئ که مو له وسه تېره وي نو بیا یې مه ښورئ.

ناڅاپي پلان هغه خوښي درکوي چې هیڅ به مو نه وي حس کړې( د سفر پلان، دمېلمستیا، ملګرو سره د ناستې…)
په ځان ډاډه اوسئ، هغوئ چې د ځان ډاډ ورسره وي ۹۰٪ یې بریالي دي.
د پیسو ساتلو هنر زده کړئ.

په زغرده نه ووایاست هغو چارو ته چې نه مو خوښېږي.
په زغرده هو ووایاست هغو چارو ته چې زړه مو غواړي.
اړتیا به یې نه لیدل کېږي چې هره ورځ د هوټل خواړه وخوړل شي ( کور کې وخورئ صحي خواړه به مو خوړلي وي او پیسې به مو هم ذخیره شوي وي)

هغه چارې چې تا تر سره کړي نو مسؤلیت یې هم واخله.
غذر مه کوئ، ځکه د څه لپاره چې ته عذر کوې کیداشي ارزښت یې دومره نه وي.

له سره او تازه یې پیل کړئ، ځکه د اونۍ هره ورځ شنبې نه وي.
ژوند پر ځان مه سختوئ، پرېږدئ چې لېږ ستونزې مو نور هم درسره یوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب