جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او ازبکستان د ۱،۲ میلیارده ډالرو سوداګریز تړونونه

د افغانستان او ازبکستان د ۱،۲ میلیارده ډالرو سوداګریز تړونونه

تاند:( چارشنبه، د عقرب ۱۰مه) د ازبکستاني یوې رسنۍ له افغانستان سره د دغه هېواد د ۱،۲ میلیارده ډالرو سوداګریزو تړونونو خبر ورکړی.

ویل شوي چې دا تړونونه په بېلابېلو برخو کې دي او واردات او صادرات دواړه پکې شامل دي.

کابل ته د تازه سفر پر مهال د ازبیکستان د صدراعظم مرستیال جمشید خوجه ییوف، ویلي چې ازبیکستان له افغانستان سره د کرنې، ترانسپورت، رېل پټلۍ، سوداګرۍ، ترانزیټ، اوبو مدیریت او کانونو په برخو کې ګډې همکارۍ ته چمتو دی او په دغو برخو کې به د دواړو لوري تخنیکي کمېټې په ګډه سره کار وکړي.

هغه زیاته کړې ده، چې ازبیکستان ته د افغانستان د صارداتو د زیاتولو په اړه ازبیک لوري د سوداګرۍ لارې نقشه جوړه کړې، چې له مخې به یې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه شاوخوا درېیو میلیاردو ډالر ته ورسېږي.

د ازبیکستان پلاوي مشر ډاډ ورکړی، چې دوی افغان سوداګرو او موټر چلوونکو ته د وېزو په ترلاسه کولو کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړې، په نږدې راتلونکي کې به تاشکند کې افغاني محصولاتو نړېوال نندارتون جوړ کړي او همدارنګه چمتو دي چې په ترمذ کې افغان سوداګرو ته د سوداګرۍ یو لوی مرکز هم وسپاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب