تاند (چهارشنبه، د عقرب ۱۰ مه) پاکستاني چارواکي وايي، مخکې تر دې چې بې اسناده افغان کډوالو ته د ټاکل شوي مهلت ورځ راورسیږي، تر یو لک ډېر افغان کډوال په تېرو دوو اوونیو کې خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
پاکستان د نننۍ چهارشنبې تر پایه افغان کډوالو ته د بېرته ستنېدو لپاره مهلت ورکړی و.
د جرمني د خبري اژانس، ډي پي اې د راپور له مخې، د خیبرپښتونخوا ایالت یوه جګپوړي چارواکي وویل چې دا شمېر افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته بېرته تللي دي.
په پېښور کې مرستیال کمیشنر عبدالناصر خان همداراز وویل:«د دغو افغان کډوالو په منځ کې ځینې یې بې له دې چې اسناد ولري له څه باندې دېرش کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسیدل.»
د ښاغلي عبدالناصر خان له څرګندونو داسې ښکاري چې په تېرو دوو اوونیو کې ممکن دوه لکه افغان کډوال بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي وي ځکه چې ډېر نور کډوال د سپین بولدک له لارې خپل هیواد ته ستنېږي.
پر پاکستان په دې خاطر انتقاد کېږي چې کډوالو ته د بېرته ستنېدو لپاره یې ډېر لنډ وخت ټاکلی. هغه کسان چې په یو ځای کې ۳۰ یا ۴۰ کاله اوسیدلي وي، په یوه میاشت کې د خپل ځان راټولول ګرانه کار دی.
له بلې خوا پاکستاني پولیسو مخکې تر دې چې د نوومبر لومړۍ راورسیږي د افغان کډوالو ځورول، ورڅخه د پیسو اخیستل او توقیفول پیل کړي وو.
په همدې حال کې راستنېدونکي کډوال شکایت کوي چې په تورخم او سپین بولدک کې ډېر انتظار پرېښودل کېږي.