یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهخلیل حقاني: یوازې د تورخم له لارې تر اوسه ۱۵۰ زره افغان...

خلیل حقاني: یوازې د تورخم له لارې تر اوسه ۱۵۰ زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۱۰ مه) د طالبانو د کډوالو چارو وزارت سرپرست مولوي خلیل الرحمن حقاني وایي تر دې دمه د تورخم ښارګوټي له لارې یو لک او پنځوس زره کډوال خپل هیواد ته راستانه شوي، چې ټولو کډوالو ته صحي ټیمونه، چې پکې نارینه او ښځینه ډاکتران شامل دي مٶظف شوي.

هغه همدا شان د کډوالو لپاره په تورخم کې د ۲ نوو کمپونو د جوړولو خبر ورکړی او ویلي، چې دغه کمپونه د ۵ زرو کډوالو د استوګنې ځای لري.

حقاني زیاتوي: د کډوالو ثبت او راجستر په برخه کې هم د پخوا په پرتله تشکیل درې چنده زیات شوی او ټول کډوال بغیر له کوم خنډ او ځنډ څخه ثبت کیږي او پنډغالو کې ټولو میشتو کډوالو ته خوراکي توکي په وړیا ډول ورکول کیږي.

حقاني وویل، ټول هغه کډ وال، چې اقتصادي مشکلات یې زیات وي په خپلو موټرو کې تر کورونو رسول کېږي.

د طالبانو د مخابراتو وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني وویل، دغو پنډغالو ته یې د انټرنیټ فایبر لاین تېر کړی او ټولو مخابراتي شبکو خپل مخابراتي انتنونه لږولي، چې ټولو کډوالو ته سیم کارتونه هم په هویت تذکره ورکول کيږي.

د طالب چارواکو په خبره، له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو ته دوه ملیارده افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې، چې په لومړنیو اړینو خدماتو کې به مصرف شي.

پاکستان د نننۍ چهارشنبې تر پایه افغان کډوالو ته د بېرته ستنېدو لپاره مهلت ورکړی و.

پر پاکستان په دې خاطر انتقاد کېږي چې کډوالو ته د بېرته ستنېدو لپاره یې ډېر لنډ وخت ټاکلی. هغه کسان چې په یو ځای کې ۳۰ یا ۴۰ کاله اوسیدلي وي، په یوه میاشت کې د خپل ځان راټولول ګرانه کار دی.

له بلې خوا پاکستاني پولیسو مخکې تر دې چې د نوومبر لومړۍ راورسیږي د افغان کډوالو ځورول، ورڅخه د پیسو اخیستل او توقیفول پیل کړي وو.

په همدې حال کې راستنېدونکي کډوال شکایت کوي چې په تورخم او سپین بولدک کې ډېر انتظار پرېښودل کېږي.

2 COMMENTS

  1. هغه ماشینه دې څه کړه چې د سټیج مخې ته، په لمانځه کې او هر ځای دې غاړه کې وي څوک پرې ولې په چا غیرت کوې. ستا کورونه، کاروبارونه او د اولادې تعلیمونه خو اوس هم د ای اس ای د سیورې لاندې دي. تاسو د افغان په سر غیرت چیرته کوئ او بیا اسرایل پاکستان خلاف. ستا د ماشینې پورې یوه قیصه رایاده شوه. یو هلک تمانچه په غاړه چاته بوک و او هغه کس چې پرې اړم و ورته وویل چې پدې تمانچه څه کوې هلک ویل چې څوک راسره بد وکړي پرې ولم یې نو سړی چې پرې اړم و ورته ویل چې ستا د بدو مو دې خدای ساتي. ستا او ستا د ډلې مثال همدا دی د پاکستان مقابل کې.

  2. په پاکستان کې دUNHCR دمرستو تقسیم کوونکی له همدې لار وزیر شو .
    دا ماهر پوهیږی چې څنګه سوء استفادې وکړی .
    وایی بګیرش که نګیرد ت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب