یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهصالح انور کاکړ ته؛ د څو ورځو صدراعظمۍ لپاره دې ولې ځان...

صالح انور کاکړ ته؛ د څو ورځو صدراعظمۍ لپاره دې ولې ځان او قوم ته سپکاوی وکړ؟

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۱۰ مه) د پاکستان د موقت صدراعظم انورالحق کاکړ هغو څرګندونو په پراخه کچه توند غبرګونونه پارولي، چې ویلي یې دي د پاکستان تر واک لاندې پښتانه د دوی د نیکونو لخوا خرڅ کړل شوي او له کابل څخه په کراچۍ کې زیات پښتانه ژوند کوي.

د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح د هغه د څرګندونو په غبرګون کې ویلي: د داسې هېواد د موقت صدراعظمۍ لپاره دې ځان او قوم ته سپکاوی وکړ، چې یو الله او بل یې پوځ پوهیږي څومره ورځې به دا هېواد دوام وکړي.

صالح په یوه اوږده لیکنه کې کاکړ مخاطب کړی او ویلي، چې د دغې خبرې پر مهال یې ولې پښېماني او افسوس څېره کې نه و او آیا رېښتیا د هغه څه په اړه خوښ دی، چې دی یې د ځان او خپل قوم پلورل بولي؟

امرالله صالح د ګندمک تړون ته په اشارې ویلي، چې هغه تړون د یوه تښتیدلي پاچا لخوا انګرېزانو سره لاسلیک شوی او هېڅ اعتبار نه لري.

نوموړي دغه راز د کاکړ هغه څرګندونې بې اساسه بللي، چې افغانستان یې د پاکستان پوروړی بللی.

د صالح په وینا، پاکستان د طالبانو له ملاتړ سره د لسګونه زره افغانانو د مرګ مسوول دی او دی ویاړي چې د یوه ویاړلي افغان په توګه د طالبانو خلاف جنګیږي.

یو شمېر نورو افغانانو هم د انور کاکړ څرګندونو ته توند غبرګونونه ښودلي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب