جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهبلخ کې د طالبانو او داعش وسله والو نښته

بلخ کې د طالبانو او داعش وسله والو نښته

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۱۰ مه) د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ په چهارسرکه سیمه کې تېره شپه د طالبانو د ځواکونو او داعش وسله والو ترمنځ نښته شوې ده.

د بلخ د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند آصف وزیري ویلي چې په دې نښته کې د ۲ بهرنیانو په ګډون د داعش ډلې ۳ وسله وال وژل شوي او یو شمېر وسلې او مهمات یې د دوی د ځواکونو لاسته ورغلي دي.

سرچینې په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.

طالب چارواکي بیا- بیا د داعش ډلې د بشپړ ځپلو خبر ورکوي او وایي چې دا ډله نور افغانستان ته ګواښ نه ده.

له دې سره، بیا هم وخت پر وخت د داعش ډلې د بریدونو او فعالیتونو خبرونه ورکول کیږي.

د سیمې هېوادونه دا ډله د افغانستان او سیمې لپاره خطر بولي، خو طالبان په دې اړه اندېښنې نه تاییدوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...