چهارشنبه, مې 15, 2024
Home+کولمبیا تر ټولو ستره خزانه له اوبو راباسي

کولمبیا تر ټولو ستره خزانه له اوبو راباسي

تاند- د کولمبیا حکومت پتېیلې ده چې هغه بیړۍ د سمندر له اوبو راوباسي چې ۳ پېړۍ پخوا ډوبه شوې او ګومان کېږي د ۲۰ میلیارد ډالرو په ارزښت خزانه پکې ده.

د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پترو امر کړی چې د (ګالیون سن خوزې) په نوم دا بادوان لرونکې بیړۍ ژر تر ژره د کربین سمندرګي له تله راوباسي.

د کولمبیا د کلتور وزیر خوان دیوید کوریا د چهارشنبې په ورځ وویل:«ولسمشر پترو غواړي، دا بېړۍ دې، چې ۶۲ توپونه او ۳ برخې لري، په ۲۰۲۶ م کال کې د ده د ولسمشرۍ د دورې تر پای ته رسیدو مخکې له اوبو څخه راوایستل شي او همداراز یې ویلي چې د دې ماموریت لپاره دې یو عمومي خصوصي مشارکت جوړ شي. دا د پترو د حکومت یو لومړیتوب دی او ولسمشر موږ ته ویلي چې خپل کار چټک کړو.»

ګالیون سن خوزې بېړۍ د ۱۷۰۸ م کال د جون په ۸ مه په داسې حال کې چې ۶۰۰ تنه پکې سپاره وو، د هسپانیا او بریتانیا ترمنځ په جګړه کې ډ‌وبه شوه. دا بېړۍ په ۱۶۹۸ کې جوړه شوې وه او د هسپانیا تر ټولو معتبره بېړۍ وه چې مرغلرې به یې پکې وړلې.

د اتلسمې پېړۍ په لومړیو کې دغو بېړیو د امریکا د لویې وچې له تازه کشف شویو سیمو، چې دوی «نوې دنیا» بلله، شتمنۍ هسپانیا ته وړلې.

د جګړې په مهال سن خوزې بېړۍ عموماً د پیرو او هسپانیا ترمنځ تګ راتګ کاوه او مرغلرې، سره او سپین زر یې وړل.

عمومي باور دا دی چې په ډوبه شوې بېړۍ (سن خوزې) کې لږترلږه ۲۰۰ ټنه سره زر او زمرد باور و. دا سره زر او زمرد په بولویا کې استخراج شوي وو.

۳۰۰ کاله کېږي چې د سن خوزې بیړۍ په اړه په کولمبیا او د لاتینې امریکا په نورو هیوادونو کې راز راز افسانې جوړېږي خو د هغې د ډوبېدو د ځای په اړه یو نظر نه شته.

په ۱۹۸۱ کې یوې امریکايي کمپنۍ ادعا وکړه چې د دې بیړۍ ځای یې موندلی او که د کولمبیا حکومت د هغې د نیمايي شتمنۍ د ورکولو ژمنه ورکړي، دا ځای به وروښيي.

خو په ۲۰۱۵ کې د کولمبیا د وخت ولسمشر مانویل سانتوس اعلان وکړ چې د دغه هیواد سمندري ځواک د سمندر په تل کې، په یوه بل ځای کې سن خوزې بیړۍ موندلې ده.

د کولمبیا حکومت د بیړۍ ځای هیڅکله افشا نه کړ.

د دې بېړۍ د مالکیت پر سر د څو خواوو ترمنځ دعوې شته خو کولمبیا وايي چې اصلي څښتن یې دوی دي ځکه چې د دوی ساحلونو ته نژدې ډوبه شوې ده.

خو هسپانیا وايي چې دوی هم په دې بېړۍ کې حق لري. په همدې حال کې د بولویا کاراکارا قبیله، چې د سیمې اصلي اوسیدونکي دي، استدلال کوي چې د دې بېړۍ قیمتي مواد (سره زر او زمرد) د دوی نیکونو استخراج کړي وو نو اصلي حق د دوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب