یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهسهیل شاهین د طالبانو د قطر د دفتر ريیس ګومارل شوی

سهیل شاهین د طالبانو د قطر د دفتر ريیس ګومارل شوی

تاند(پنجشنبه، د حوت ۵ مه) راپورونه وايي چې د طالبانو حکومت سهیل شاهین په قطر کې د خپل سیاسي دفتر د ريیس په توګه ټاکلی دی.

سُهیل شاهین، چې یوه موده د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی و، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د دوی د حکومت له لوري په ملګروملتو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه معرفي شو خو ملګروملتو د دې لپاره دا چوکۍ ورنه کړه چې نه ملګروملتو او نه نورو هیوادونو تراوسه پورې د طالبانو حکومت له دې سره سره په رسمیت نه دی پېژندلی چې د افغانستان د خاورې ټولې برخې په کنټرول کې لري.

راپورونه وايي چې د قطر د سیاسي دفتر د رييس په توګه د سهیل شاهین ګومارنه په دې معنا نه ده چې د طالبانو حکومت په ملګروملتو کې د نوموړي له ګومارنې تېر شوی دی بلکې ملګروملتو ته د دوی وړاندیز لا هم په خپل ځای پاتې دی.

تر دې مخکې ملاعبدالغني برادر، چې اوس د ريیس الوزرا یو له درو مرستیالانو څخه دی، د قطر د دفتر ريیس و.

سره له دې چې طالبان اوس کابل په کنټرول کې لري خو د قطر دفتر لا هم د طالبانو لپاره له سیاسي اهمیته برخمن دی. په وروستیو کې له اروپايي اتحادیې او امریکا سره د طالبانو د لوړې کچې خبرې په دوحه کې ترسره شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب