Homeخبرونهپه سپین بولدک کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښته...

په سپین بولدک کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښته شوې ده

تاند (پنجشنبه، د حوت ۵ مه) د کندهار له سپین بولدک ولسوالۍ څخه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، طالب ځواکونو او پاکستانیو پوځیانو پر ډیوند کرښه پر یو بل ډزې پیل کړي دي.

له دې سره په یو و خت طالبانو د جګړې ځای ته کومکي ځواکونه استولي دي.

د راپورونو له مخي جګړه وروسته له هغه ونښته چي پاکستاني پوله ساتو یو افغان ماشوم، چې د کرښې پورې غاړې ته اوښتیس و، بد وواهه.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویدیوګانو کې طالب ځواکونه لیدل کېږي چې د جګړې سیمي ته روان دي او په سیمه کي عام ولس یې د ستایني لپاره راوتلي او په چکچکو یې بدرګه کوي.

په وروستیو کي د سپین بولدک – چمن ترمنځ په ویش دروازه کې له تلونکو – راتلونکو مسافرو او کاروباریانو سره د پاکستاني پوله ساتو د بدچلند راپورونه زیات شوي دي. تر دې څو میاشتې پخوا هم طالب چارواکو دا لار د پاکستاني ځواکونو د بد سلوک په خاطر بنده کړې وه.

تراوسه پورې د نښتې په نتیجه کې د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...