Homeخبرونهکندوز او تخارکې د ۲ ښځو په ګډون ۸ روغتیايي کارکوونکي وژل...

کندوز او تخارکې د ۲ ښځو په ګډون ۸ روغتیايي کارکوونکي وژل شوي

تاند: ( پنجشنبه، د کب پینځمه) د افغانستان په شمالي ولايتونو تخار او کندوز کې نن د څو پېښو پر مهال د ۲ ښځینه وو په ګډون ۸ روغتیايي کارکوونکي وژل شوي دي.

د راپورونو په اساس، نن سهار په کندوز کې د دوو مېرمنو په ګډون د واکسیناسیون ۷ کارکوونکي د ناپېژنده وسله‌والو له خوا ووژل شول.

د سرچینو په وینا، د تخار مرکز تالقان ښار اړوند «شهید څلور لاره» کې هم یو روغتیایي کارکوونکی، چې نجیب‌الله نومېده نن د ناڅرګندو وسله والو په ډزو وژل شوی دی.

تراوسه کومې ډلې د دې پېښو مسوولیت نه دی منلی.

طالب چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افسانوي سندرغاړې اشا بوسلي ژوند او هنر|غنی حسن

زوکړه او زده کړه: اشا بوسلې د ۱۹۳۳ کال د سپټمبر پر ۸مه د مهاراشترا په ایالت، د سنګلی-Sangli په کلي کي چي د کرشنا...