یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهچارواکي: د ټاپي پروژې عملي چارې به په نېږدې ورځو کې...

چارواکي: د ټاپي پروژې عملي چارې به په نېږدې ورځو کې پیل شي

تاند: ( پنجشنبه، د کب پینځمه) ‏د طالبانو د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي، چې په افغانستان کې به د ټاپي پروژې عملي چارې په نيږدې راتلونکو ورځو کې پیل شي.

د دغه وزارت په يوه اعلاميه کې راغلي، چې په دې اړه يې چارواکو پرون د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له اجرائيه رئيس مایرات امانوف سره لیدلي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ‏د کورنیو چارو او دفاع وزارت له لورې د دوي سره د ټاپي پروژې بشپړ امنيتي پلان شریک شو.

اعلاميه زياتوي، چې د ترکمنستان سفیر او اجرائيه رئيس له امنيتي پلوه ډاډ څرګند کړ او ويې ویل: د ټاپي چارې نور بشپړ شوي او په نږدې راتلونکې ورځو کې به يې چارې عملا پیل شي.

ويل کيږي، چې د یادې پروژې چارې به په هرات ولايت کې پيل شي.

د ترکمنستان له لوري د ټاپي پروژې چارواکو څه موده مخکې په هرات کې د طالبانو له چارواکو سره هم د يادې پروژې د چارو د پيل په اړه لیدلي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی