یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهم.م. په افغانستان کې د واکسینرانو وژل کېدا په کلکه وغندله

م.م. په افغانستان کې د واکسینرانو وژل کېدا په کلکه وغندله

تاند(پنجشنبه، د حوت ۵ مه) ملګري ملتومه وايي چې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ۸ واکسینران نن په افغانستان کې په څلورو جلا سیمو کې وژل شوي دي.

د ملګروملتو پر اساس، په افغانستان کې د پولیو پر واکسینرانو د تېر کال تر اګسته پورې چې طالبان واک ته رسېدل، په ځلونو بریدونه شوي دي. سږ کال طالبانو ژمنه وکړه چې په هیواد کې د ماشومانو د ګوزڼ د محوه کولو لپاره له ملګروملتو سره د واکسیسناسیون په عمومي کمپاین کې مرسته کوي.

په تېرو کلونو کې په افغانستان او پاکستان کې سختدریځو ډلو بیا بیا تور لګولی چې د پولیو له کمپاینونو څخه د جاسوسۍ لپاره کار اخیستل کېږي او ځینو ملایانو خو دا ادعا هم کړې چې د پولیو واکسین د مسلمانانو د نسل د کمولو لپاره یوه دسیسه ده.

دا ډول ادعا له افغانستان او پاکستانه پرته د نړۍ په بل هیواد کې نه ده شوې.

ملګروملتو په یوه اعلامیه کې ویلي «موږ ته په څلورو جلا – جلا سیمو کې د دغو بې رحمانه حملو خبر رارسېدلی دی. دا غیرعاقلانه تشدد باید سمدستي ودرول شي، او عاملان یې باید ونیول شي او د عدالت منګولو ته وسپارل شي. دا ډول بریدونه د نړیوالو بشري قوانینو خلاف دي.»

د طالبانو حکومت ویلي چې له دې پېښو خبر شوي او هڅه کوي چې نور معلومات لاس ته راوړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویندوی جاوید هاجر فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي «زموږ دریځ بیخي څرګند دی، موږ غواړو چې واکسین وشي او ټول تر ۵ کلونو کشر افغان ماشومان د پولیو په وړاندې مصونیت ومومي.»

د ملګورملتو پر اساس، یو تن په تخار ولایت کې او ۷ نور په کندوز ښار کې وژل شوي دي.

1 COMMENT

  1. ۱- که طالب چارواکی د پاکستانی خبیثو مُلایانو غوندی د واکسین مخالف دی نو په ډاګه دی د واکسین لګولو فعالیت ودروی. دا به منافقت وی چی د فعالیت د درېدو توان ئې نلری خود واکسین لګولو بیچاره ګان مامورین په خِفا کی وژنی.
    ۲ – طالب د ګمرک یا پولیسو سپی غوندی د شامې حس ئې قوی دئ ( سِکسی شامه ئې غښتلې ده) او د زِنا مرتکبین په بوی پیدا کوی او هغوی یا سنګساروی یا په دُرو وهی
    خو
    د مظلومو واکسینرانو د قاتلینو د پېژندلو او نیولو څخه عاجز دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب