یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهمجاهد: د سپین بولدک ستونزې عامل پاکستاني ځواکونه وو، خو اوس وضعیت...

مجاهد: د سپین بولدک ستونزې عامل پاکستاني ځواکونه وو، خو اوس وضعیت کابو دی

تاند: ( پنجشنبه، د کب پینځمه) د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د کندهار په سپین بولدک کې له پاکستاني ځواکونو سره د طالبانو د نننۍ نښتې په اړه غبرګون ښودلی.

نوموړي دا نښته محلي ستونزه ګڼلې او ويلي، چي لومړۍ ډزي د پاکستاني ساتونکو له لوري شوي دي.

طالب وياند زياتوي، چې د دواړو طرفونو مشران پرې خبر شوي او اوس حالات کابودي.

ذبيح الله مجاهد زیاتوي: موږ به په دې اړه بشپړه پلټنه وکړو چې دا پیښه ولې رامینځته شوې ده.

د راپورونو له مخي جګړه وروسته له هغه ونښته چي پاکستاني پوله ساتو یو افغان ماشوم، چې د کرښې پورې غاړې ته اوښتی و، بد وواهه.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویدیوګانو کې طالب ځواکونه لیدل کېږي چې د جګړې سیمي ته روان دي او په سیمه کي عام ولس یې د ستایني لپاره راوتلي او په چکچکو یې بدرګه کوي.

په وروستیو کي د سپین بولدک – چمن ترمنځ په ویش دروازه کې له تلونکو – راتلونکو مسافرو او کاروباریانو سره د پاکستاني پوله ساتو د بدچلند راپورونه زیات شوي دي. تر دې څو میاشتې پخوا هم طالب چارواکو دا لار د پاکستاني ځواکونو د بد سلوک په خاطر بنده کړې وه.

تراوسه پورې د نښتې په نتیجه کې د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویل شوي.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب