یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهامر بالمعروف روغتيايي کارکوونکو ته د ږيرې پريښودو، خولۍ یا پګړۍ په...

امر بالمعروف روغتيايي کارکوونکو ته د ږيرې پريښودو، خولۍ یا پګړۍ په سرولو سپارښتنه کړې

تاند: ( پنجشنبه، د کب پینځمه) ‏د طالبانو د امر بالمعروف او د عامې روغتیا وزارتونو په ګډه ناسته کې د عامې روغتیا وزارت ته سپارښتنه شوې چې روغتيا وزارت پر کارکوونکو دې آمر بالمعروف کړنلاره عملي کړي.

د طالبانو د خپرو شويو معلوماتو له مخې، دا ناسته د روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال ډاکټر حبیب الله اخندزاده او د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د تفتیش د رئیس مولوي فضل ربي تر منځ شوې ده.

مولوي فضل ربي ويلي د روغتیا وزارت ښځینه کارکوونکي دې حجاب مراعت کړي او نارینه کارکوونکي دې ږیره نه ښريي او خولۍ یا پګړۍ دې په سر کړي.

نوموړي زیاته کړه: «ښځینه و لخوا د اسلامي حجاب مراعتول، په ټولو دولتي ادارو کې د نارينه او ښځينه و دفترونو جلا کول، د نارينه وو له خوا د ږیرې نه خریل، د نارینه وو له خوا په ادارو کې د لونګۍ او خولۍ کارول، په جوماتونو کې د جماعت لمونځ ادا کول، بې حجابه مراجعینو ته په ادارو کې اجازه نه ورکول، د ودونو په تالارونو کې د مخدره توکو نه کارول، د ودونو په تالارونو کې د موسیقۍ بندول او د ښځنیه او نارینه وو د سالونونو جلا کول د دغه وزارت له مهمو غوښتنو څخه دي».

ويل شوي، چې د عامې روغتیا وزارت د یادو سپارښتنو هرکلی کړی او ژمنه یې کړې چې د پلي کولو په برخه کې به یې همکاري وکړي.

4 COMMENTS

  1. د سپي لکۍ چې سل کاله هم نچه کې کیږدې او بیرته یې راوباسې هماغه شان به کږه وي. دا اوس مطلق د خلکو په شخصي حریم تیری دی، او بیا د نړیوالو غواړي چې دا جاهل په رسمیت وپیژني. ږیره او خولۍ پسرول که څه هم زمونږ پیغمبر کړي مګر دا کوم فرض ندی. هر څوک اختیار لري چې څنګه خپله قیافه جوړه کړي اسلام دومره تنګ نظره دین ندی. که د پاکستان جناح قرقولي پسروله دا پدې معنی نده چې پاکستانیان دې دا د اساسي قانون برخه کړي او هر یو دې قرقولي جبري پسروي. د جناح مثال مې ځکه ورکړ چې ط خپل احکامات له هغوی اخلي او هغه خپل نیکه ګڼي.

  2. وحید
    ډاکتران وایی دږیری په لرلو شاید د عملیات پرمهال یا نورو وختو کی ویښتان توی شی یا ږیره په وسایلو تماس وکړی او ممکن باریکو عنملیاتو کی دمزاحمت باعث شی او ډاکتر د کار پرمهال فقط یو مخصوص خولی ډوله چی پلستیک په شان دی او ټوله نړی کی یی ډاکتران خصوصاً جراحان په سروی او شین رنګ لری چپنی سره. او یا هم سپینه ساده پاکه مخصوصه خولی سبینی چپنی سره اما لونګی شاید ډیر مشکل پیدا کړی لونګی بیا بهر هم په سروی چی هلته مکروبی کیږی، حال داچی د روغتون مخصوص لباس پاک وی او ساتلی شوی وی نو دا یوه مسلکی موضوع ده . انجنیر او معدنچی اوولډنکار هم مخصوصه خولی لری که هغه ته هم لونګی ورپه سر کړو بیا کار نشی کولای راځئ د نورو لازیاتو مسخرګیو دمخنیوی او سپکاوی نه کولو په منظور د مسلک احترام وکړو دنیا ته وګورو چی ټوله دنیا راپوری خاندی ځانونه سم کړو کنه په شرمو شرمیدلی یاستو. اما بالعموم به لونګی په سروو او ږیری به پریږدو. دوکاندران، ډریوران نجاران او نور باید حتما لونګی ولری او ږیری پریږدی دسلمانی خپله خوښه ده چی چپن او مخصوصه خولی اغوندی او که نه اما آشپزان او د نانوایی ډوډی پخوونکی چی د تنور له غاړی ناست دی شاید ورته لونګی مشکل پیدا کړی نو زه فکر کوم دغه فرمان عموم ندی بلکی د عادی ټولو خلکو لپاره دی لکه د ظاهر شا وخت. استثنا پکی شته او طالب چارواکی په دی ښه پوهیږی نو باید موضوع باندی سم وپوهیږو غلط تعبیر ورڅخه مه کوئ فرمان سم دی خو د مسلک په نظر کی نیولو سره.

  3. طالبه خو بيا د سپاړي وکړې، ايا په ږيره لرلو سره سړی انسان کيږي ؟ هغه سي په لويه ږيره لواطت او نجاست کوي هغه ته مسلمان ويل کيږي ؟?

  4. Beard

    Today, the BBC published a report on a scientific study published in the Journal of Hospital Infection

    The report stated that a team of American researchers took 408 samples from the faces of bearded men and non-bearded men working in hospitals.

    The research team was stunned when it was found that shaved beards carry three times the infection of infected bacteria in hospitals.

    Especially bacteria that cause many infectious diseases, and are difficult for many antibiotics. The researchers cited two possible explanations for their findings:

    First: shaving the beard removes a thin layer of skin, which leads to encouraging bacteria colonies to grow and multiply.

    The second: That the beard by nature resists bacteria. Then they questioned this when they stated that they took random samples of beards and sent it to Dr. Adam Robert at the University of London College, was able to grow more than a hundred types of bacteria in beard samples.

    It has been found from this scientific research that beards are not dirty as bearded chattomers repeat, and that the opposite is true, as infectious bacteria reproduce on the faces of beards of beards. (Praise be to God for the blessing of Islam and the Sunnah in which the Sahih al-Mankul corresponds to the frank reason.)

    And God is truthful when he says, “We will show them our signs in the horizons and in themselves until they show them that it is the truth.” Is not something that your Lord ceases to do?

    BBC link:

    http://www.bbc.com/news/magazine-35350886

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب