Homeخبرونهپه یوه کال کې د برېښنا په سکیتور کې ۷۴ میلیارد افغانۍ...

په یوه کال کې د برېښنا په سکیتور کې ۷۴ میلیارد افغانۍ پانګونه شوې

تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۳۱ مه) د افغانستان د شرکتونو د ادارې مشر وايي، په تېرو ۱۲ میاشتو کې د افغانستان يه برښنا شرکت کې د برېښنا د تولید په برخه کې شاوخوا ۷۴ میلیارد افغانۍ پانګونه شوې ده.

احمدجان بلال د سې‌شنبې په ورځ په کابل او پروان کې د برېښنا د یوې پروژې د کار د پیل په مراسمو کې وویل، دا پانګونه د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو له لوري د برېښنا د تولید، د وېش شبکې د پراختیا او د برېښنا د سب‌سټیشنونو د جوړولو په برخو کې شوې ده.

د نوموړي په وینا، د برېښنا په برخه کې د نوې پانګونې هدف د هېواد د برېښنايي شبکې پراخول او د برېښنا د تولید ظرفیت لوړول دي.

په افغانستان کې د برېْښڼا د تولید په برخه کې لا دېرې پانګونې ته اړتیا ده ځکه چې افغانستان سره له دې چې د برېښنا د تولید ډېر پراخ ظرفیت لري، د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې اکثره وګړي یې د برېښنا له اسانتیا بې برخې دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام یا UNDP د وروستي راپور له مخې، اوس مهال په افغانستان کې یوازې شاوخوا ۴۰ تر ۴۲ سلنې پورې افغانان د برېښنا له سراسري شبکې سره وسل دي. په ښارونو کې کابو ۹۰ سلنه وګړي برېښنا ته لاسرسی لري، خو په کلیوالو سیمو کې لا هم ډېری خلک له برېښنا بې‌برخې دي.

افغانستان د خپلې اړتیا ډېره برخه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان څخه واردوي. د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه د اړتیا وړ برېښنا د بهرنیو هېوادونو له لارې برابرېږي.

د برېښنا د وارداتو لوړه کچه، د کورني تولید محدود ظرفیت او د سراسري برېښنا شبکې نیمګړتیاوې د دې سبب شوې چې په ګڼو سیمو کې پرله‌پسې پرچاوۍ یوه جدي ستونزه وي.

د افغانستان د شرکتونو ادارې د مشر د څرګندونو له مخې، په برېښنايي زیربناوو کې د ۷۴ میلیارد افغانۍ پانګونې دوام ښايي د تولید او لېږد د ظرفیت په لوړولو کې مرسته وکړي، خو د هېواد د برېښنايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره به د کورني تولید پراختیا او د سراسري شبکې پیاوړتیا هم مهمه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

خبري وکړه، چي ګټونکی شې | نصرت‌الله نصرت

” خبري وکړه چي ګټونکی سې ” اثر مشهور ویناوال او لیکوال ب ټریسي لیکلی او پښتو ته د فضل الحق طاهرزي په مټ...