پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهاروپایي ټولنه: افغانستان سره مرستو ته چمتو یوو

اروپایي ټولنه: افغانستان سره مرستو ته چمتو یوو

تاند:( دوشنبه، د قوس اتمه)‏‏په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي، چې د اروپایي ټولنې استازو د دوی د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یوه لوړپوړي پلاوي سره لیدلي دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ ویلي، چې د متقي او اروپایي استازي توماس نیکلسون په مشرۍ په دې لیدنه کې پر بشرپاله مرستو او روغتیایي خدمتونو ډېر بحث شوی دی.

 د سرچینې په حواله، اروپایي لوري ډاډ ورکړی چې دوی به په یادو برخو کې افغانستان سره مرستې کوي.

طالب ویاند د یادو مرستو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر ملا متقي په مشرۍ دا پلاوی تېره پنجشنبه د قطر پلازمېنې دوحې ته لاړ، څو هلته له امریکا او اروپایي ټولنې سره پينځلس ورځيني مذاکرات ترسره او د اختلافاتو په حل وغږیږي.

تراوسه د پيل شویو دغو خبرو په اړه ډېر جزییات نه دي په ډاګه شوي.

طالبان تمه لري، چې په دې مذاکراتو کې به له نړیوالو سره د دوی اړیکې ورغیږي، خو امریکایي او اروپایي لوري بیا د ډېرو نورو هېوادونو په شان د طالبانو په عمل کې بدلون له دوی سره د اړیکو په رغیدو کې مهم شرط ګڼلی.

پرون د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د سازمان(ایکو) په غونډه کې د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان یو ځل بیا په افغانستان کې د ژمي له رسیدو سره د سخت بشري بحران د رامنځته کیدو خبرداری ورکړ.

په افغانستان کې د فقر او بشري ناورین له شدت سره هم مهاله، د طالبانو رییس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند ملت ته پر ملي ټلویزون د خپلې لومړۍ غږیزې وینا پر مهال وویل چې د ملت د رزق وعده دوی نه، بلکې خدای تعالی کړې او که څوک د فقر او نیستۍ څخه نالښت وکړي، په الهي عذاب به اخته شي.

1 COMMENT

  1. په خیرات رالوی شوی چړیان او خره ملایان بیا د خیرات ټولولو لپاره ورانه خوله ولاړ دی، د شرم ځای ورته دادی، خیرات اوس د همغی نه غواړی چی دا ځناور یی د ماتی ورکولو ادعا کوی، هغوی ته یی د کافر خطاب کاوه او د هیواد په اشغالولو یی تورنول. ټیزن ملا! ته پرته د خیرات راټولو او انسان وژلو په بل هیڅ څه نه پوهیږی! بله دا چی تا امریکا ته نه ماتی ورکړی او نه یی په راتلونکو زرو کلونو کی ورکولی شی. ماتی ورکول به په دی مانا وی چی ته د هغوی پوځ مات او هیواد یی ورڅخه ورونیسی. هههه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب