شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهستانکزي ته د ملي مقاومت جبهې غبرګون؛ کابل ته د خلکو په...

ستانکزي ته د ملي مقاومت جبهې غبرګون؛ کابل ته د خلکو په زور بیرته ورګرځو

تاند:( دوشنبه، د قوس اتمه)‏‏د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو پر ضد د ملي مقاومت جبهې په نوم د اعلان شوې وسله والې ډلې ویاند د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي وروستیو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی.

ښاغلي ستانکزي پرون په بهرنیو چارو وزارت کې د یوې وینا پر مهال د طالبانو پر بهر ته تللیو سیاسي مخالفینو غږ وکړ،چې کابل ته راوګرځي خو د وزیر کیدو په تمه دې نه وي.

د احمد مسعود ویاند صبغت الله احمدي په یوه مرکه کې د نوموړي په غبرګون کې وویل چې طالبان که د افغانستان د ناورین حل غواړي، زر باید یوه ټول شموله حکومت جوړیدو او د افغانانو ترڅنګ نړۍ سره تعامل ته غاړه کیږدي.

هغه دغه راز ټینګار وکړ، چې دوی به کابل ته د خلکو په زور بیرته ورګرځي.

د ده په خبره، دوی لومړی سوله غواړي، خو که طالبان سولې ته غاړه کینږدي، دوی به له زور څخه کار واخلي او کابل ته به ستانه شي.

احمدي طالبان وننګول، چې په افغانستان کې دې خپل زور د ټاکنو له لارې وازمایي او معلومه دې کړي، چې څومره خلک دوی غواړي.

د احمد مسعود وینا دغه راز وویل، چې دوی د طالبانو او داعش ترمنځ کوم توپیر نه ویني او تمه لري، چې طالبان د ترهګریزو سیاستونو او عملونو له پای ته رسولو سره افغان لوریو سره ګډ نظام او ښه راتلونکي ته حاضر شي، کنه له دې پرته به نابودۍ سره مخامخ شي.

طالبانو بیا د نوموړي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو ویاندویان په ټوله کې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت ډلې په غبرګون کې وایي، چې یاد شوی جریان په فزیکي ډول حضور نه لري او یوازې د نوم یادونه یې په مطبوعاتو کې اوري.

خو یاد شوی جریان بیا ادعا لري، چې د پنجشیر او بغلان ترڅنګ د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې وسله وال پلویان لري او د طالبانو خلاف چریکي فعالیتونه کوي.

4 COMMENTS

  1. شعر هغه قياس دی چې د مخيلاتو څخه مرکب وي او مخيلات هغه خيالي قضايا دي چې د نفس د انبساط او انقباض باعث وګرځي شعر دی !!!!

  2. دا موضوع خو له سره په خبر جوړولو نه ارزېدله. لطفا سولېدلو، ایکسپایر شویو، غلو او خاینانو ته کوریج مه ورکوئ. د احمد لا پلار خاین وه چې له روسانو سره یې پروتوکولونه کول او افغانان یې وژل. دا د ایران د لاس نیالګی دی په ده ملا مه تړئ.‌ تالب مې نه خوښیږي لاکن دا چې د پنجشیر او پنجشیریانو زور یې مات کړ دا باید هر پښتون وستایي. دا کار نه کرزي کولی شوای نه غني او نه بل.

  3. ټالب او شر و فساد دواړه د افغانانو دښمنان دي . که ټالب د خپلې مبارزې اساس دین ګرځولی ، جنګ سالارانو یا د دوی په اصطلاح « جبهه ای مقایومت » ، بیا هرچېرته « مردم » مخکې کړي وي .
    اساسا جنګ د قدرت ، وزارتونو اوڅوکۍ پر سر دی ، نه د اسلام دین په خطر کې دی او نه د « مردم » له خلکو څوک مړه دي .
    یو یې د پنجاب غلام حلقه به ګوش دی او د اکوړې خټک په لواطت خانو کې د افغانستان د خلکو د وژلو او ذلیله کولو په مدرسو کې مغز شویی شویدي او جنګ سالاران یا جبهه مقایومت « مقصد جبهه مقاومت دی » ، بیا په تېرو شلو کلونو کې د باد راوړیو دالرو اوعیاشیو په فکر کې دي . دوهمه ډله اساسا د روس له خوا حمایت کیږي خو لکه هوښيارې فاحشې د هر چا تر پښو لاندې په مهارت پرتې وي . دوی هم خپله غلامي د پنجاب او نصرالله بابر په کمپونو کې پیل کړه ،ډګروال دوست محمد ریګستاني د مسعود پلار په پنجابستان کې مړ او خښ شو . له روسانو سره یې اوربند وکړ، له امریکا نه یې تر ټولو ډېره ګټه وکړه خو په آخره کې تر هرچا زیات خوار او ‌زبول شول.

  4. نه پوهیږم چی ټول شموله ولی یواځې تیرو مفسدینو پوری مربوط بلل کیږی؟ ټول شموله څخه مقصد دا دی چې د پاک ضمیر او باوجدانه مسلکی او باتقوا خلکو ته چاری وسپارل شی، هغو ی ته چی نه یی انتحاری،واسکټ او بوشکه تاییدوله، نه د پنجاب غلامی ته غاړه ږدی او نه د تیر مفسد رژیم خصوصاً شمال ټلوالی سره رابطه لری. د طالبانو دراتګ یو ښه دستاورد دا دی چی له لنډغرو او تلویزیونی اخلاقی ضد سریالونو څخه یی خلک خلاص کړل. د دوی بل ښه والی داده چی یو شمیر ابن الوقت خلکو لکه عبدالله کرزی او حکمتیار ته یی هم موقع ورنه کړه طالبان پوهیږی چی ددغو دریو په مهم ګڼلو یا هغوی ته دخبرو کولو موقع ورکول باندی خپل محبوبیت له لاسه ورکوی. دوی فاسدینو څخه خپل صفوف پاک ساتی . دطالبانو ښیګڼه دا ده چی واحده قومنده لری او مشکوک کسان یی صفوفو ته نشی داخلیدای، زړور دی ریښتنی دی خو سیاسی پختګی نلری خدای وکی د دغه کوچنی ضعف له کبله یی پنجاب دوکه نکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب