Homeخبرونهد تاجیکستان ولسمشر: ژمی به افغانستان ته سخته بشري فاجعه راولي

د تاجیکستان ولسمشر: ژمی به افغانستان ته سخته بشري فاجعه راولي

تاند:( دوشنبه، د قوس اتمه)‏‏د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان د ژمي له را رسیدو سره په افغانستان کې د سختې یخنۍ له کبله سخته بشري فاجعه رامنځته شي.

 نوموړي د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د سازمان( ایکو) په غونډه کې چې د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې ترسره شوه، وویل: افغانستان د سختې بشري فاجعې په درشل کې دی، د ژمي له پيل سره به دا وضعیت نور هم خراب او د پراخې قحطۍ سبب شي.

 د تاجیکستان ولسمشر غوښتنه وکړه، چې د افغانستان خلک باید د ملګرو ملتونو سازمان د جوړښتونو له لارې له نړیوالو بشري مرستو زر برخمن کړل شي.

 امام علي رحمان یو ځل بیا له دې وضعیت څخه د خلاصون لپاره په افغانستان کې د ټولو قومونو او سیاسي ډلو په ګډون د ټول شموله حکومت جوړیدل اړین وګڼل.

 طالبانو د تاجیکستاني ولسمشر تازه څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر یاد شوی هېواد د ورته دریځونو له کبله د افغانستان په چارو کې په لاسوهنې تورن کړی او ورته له دې کبله خبرداری ورکړی و.

په افغانستان کې د فقر او بشري ناورین له شدت سره هم مهاله، د طالبانو رییس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند ملت ته پر ملي ټلویزون د خپلې لومړۍ غږیزې وینا پر مهال وویل چې د ملت د رزق وعده دوی نه، بلکې خدای تعالی کړې او که څوک د فقر او نیستۍ څخه نالښت وکړي، په الهي عذاب به اخته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...