سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونهنړيوال خوراکي پروګرام د تاجيکستان له لارې افغانستان ته د مرستو لېږد...

نړيوال خوراکي پروګرام د تاجيکستان له لارې افغانستان ته د مرستو لېږد پيل کړ

تاند:( دوشنبه، د قوس اتمه)‏‏‏ د نړيوال خوراکي پروګرام مسوولينو ويلي، چې د تاجيکستان له لارې يې افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد بهیر پیل کړی دی.

د دغه پروګرام چارواکو ويلي، چې د دغه بهير له پيل سره سم، ۷ لارۍ توکي د تاجيکستان له پلازمېنې دوشنبه ښار څخه د افغانستان بدخشان ولايت ته استول شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې ‌په نيږدې ورځو کې به ۲۵۰۰ ټنه اوړه هم په همدې لاره افغانستان ته واستول شي.

طالبانو د دې مرستو د ترلاسه کولو او دغه راز د وېش غ څرنګوالي په اړه څه نه دي ويلي.

پرون د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د سازمان(ایکو) په غونډه کې د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان یو ځل بیا په افغانستان کې د ژمي له رسیدو سره د سخت بشري بحران د رامنځته کیدو خبرداری ورکړ.

په افغانستان کې بيا د فقر او بشري ناورین له شدت سره هم مهاله، د طالبانو رییس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند ملت ته پر ملي ټلویزون د خپلې لومړۍ غږیزې وینا پر مهال وویل چې د ملت د رزق وعده دوی نه، بلکې خدای تعالی کړې او که څوک د فقر او نیستۍ څخه نالښت وکړي، په الهي عذاب به اخته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب