شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه: د افغان هوايي ډګرونو په فعال ساتلو کې مرستې ته...

اروپايي ټولنه: د افغان هوايي ډګرونو په فعال ساتلو کې مرستې ته بلل شوي يوو

تاند:( دوشنبه، د قوس اتمه)‏‏‏اروپايي ټولنه وايي، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي په مشرۍ، طالب پلاوي ترې غوښتي چې د افغانستان د هوايي ډګرونو په فعاله ساتلو کې مرسته ورسره وکړي.

دغې ټولنې ويلي، چې ياده غوښتنه پرون د پيل شويو دوه اړخيزو مذاکراتو پر مهال ورڅخه شوې ده.

د افغانستان لپاره د يادې ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکلسون پرون په دوحه کې د طالبانو له پلاوي سره وکتل.

طالبانو وويل، چې اروپايي ټولنې په کابل کې له افغانستان سره د بشري مرستو د ترسره کولو لپاره د خپل ځانګړي دفتر د پرانيستلو خبره ورسره کړې ده.

اروپايي ټولنې بیا ویلي، چې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړول يې له طالب پلاوي څخه تر ټولو ستره غوښتنه وه.

معلومه نه ده، چې اروپايي ټولنې او طالبانو د يو بل غوښتنو ته څه غبرګون ښودلی.

د‌ طالبانو ياد شوی پلاوی تېره پنجشنبه د قطر پلازمېنې ته ورسېده.

دغه پلاوي تر اوسه د اروپايي ټولنې او امریکا متحده ایالاتو د ځانګړو استازو تر څنګ د افغانستان لپاره د برتانيې له ځانګړي استازي او قطري چارواکو سره هم لیدلي.

تمه کيږي، چې دا مذاکرات به روانه او راتلونکې اونۍ هم دوام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب