شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهاردوغان: امريکا د داعش په ګډون د سیمې ټولې ترهګرې ډلې تمویلوي

اردوغان: امريکا د داعش په ګډون د سیمې ټولې ترهګرې ډلې تمویلوي

تاند:( دوشنبه، د قوس اتمه)‏‏‏‏ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په تازه څرګندونو کې پر امريکا متحده ايالاتو تور پورې کړی، چې په سیمه کې د داعش په ګډون د ټولو ترهګرو ډلو پالنه کوي.

ایراني رسنیو ویلي، چې اردوغان دا څرګندونې له خپل ایراني سیال محمد ابراهيم رئيسي سره د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو د سازمان ( ایکو) د کلنۍ غونډې په څنډه کې د لیدنې پر مهال کړي دي.

د‌ اردوغان په وينا، امريکا يادو ډلو ته روزنه او وسلې ورکوي او د سیمې د نا امنه کولو په هدف یې کاروي.

نوموړي ویلي، د سیمې د امنیت لپاره مشترکه سیمه ییزه همکاري لازمه ده.

تر دې مخکې د ايران مذهبي مشر ایت الله خامنه اي هم پر امريکا متحده ايالاتو ورته تور لګولی و‌.

امريکايي چارواکو بيا په دې اړه تورونه ردکړي او ويلي، چې داعش او نورې ترهګرې ډلې دوی ته هم ګواښ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب