Homeخبرونهد جمهوريت پاسپورټونو وېش به د پخوا په شان دوام لري

د جمهوريت پاسپورټونو وېش به د پخوا په شان دوام لري

تاند:( دوشنبه، د قوس اتمه)‏‏‏‏ طالبان وايي هغه راپورونه ریښتیا نه دي چې طالبان تر دې وروسته د خپلې لوګو سره پاسپورتونه ورکوي.

د طالبانو یوه ویاند انعام الله سمنګاني پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دا راپورونه حقیقت نه لري.

د هغه په وينا، پاسپورټونه به همداسې د جمهوریت د وخت لوګو سره توزیع کیږي.

په ورته وخت کې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، په سعودي عربستان کې افغان سفارت ته يې تر پینځو زرو پورې افغان پاسپورټونه استولي.

د وزارت په حواله، که په نورو هېوادونو کې هم د افغان پاسپورټونو اړتيا شوه، پاسپورټونه به ور واستوي.

طالبانو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د جمهوري نظام له وروستيو مياشتو څخه لسګونه زره افغانانو د پاسپورټونو اخيستو ته ډېره مخه کړې وه.

په دې ترڅ کې لسګونه زرو کسانو د پاسپورټ اخيستلو لپاره نوم لیکنه کړې وه، چې ځينو پاسپورټونه ترلاسه او يوه لويه برخه نور په تمه پاتې شول.

د طالبانو له واکمنیدو سره، چې له هېواده د وتو بهير خورا چټک شو، پر پاسپورټونو ګڼه ګوڼه نوره هم زياته او په دې لړ کې د پراخ فساد خبرونه ورکړل شول.

طالبانو د فساد په تور د لسګونه تنو د نيولو خبر ورکړی، خو له دې سره لا هم د پاسپورټونو په ویش کې د فساد او ګډوډۍ شکايتونه په شدت سره دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...