پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهجنوبي کوریا له افغانستان سره ۳۲ ميليون ډالره مرسته اعلان کړه

جنوبي کوریا له افغانستان سره ۳۲ ميليون ډالره مرسته اعلان کړه

تاند:( دوشنبه، د قوس اتمه)‏‏‏‏ جنوبي کوریا له افغانستان سره د بشري ناورين د مقابلې لپاره د ۳۲ ميليونه ډالرو مرسته اعلان کړه.

د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې دا بشري مرسته به د بشري فاجعې د مخنيوي او مهارولو لپاره په کار واچول شي.

د دې مرستې په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

طالب چارواکو هم د دې مرستو د وېش په اړه څه نه دي ويلي.

د‌ دوی له واکمنیدو سره په افغانستان کې ژور اقتصادي او بشري ناورين رامنځته شوی او تر ۲۴ میلیونه پورې افغانان ډوډۍ نه لري.

د طالبانو رييس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند څو شپې مخکې له ملي ټلويزيون څخه په خپله خپره کړې لومړۍ غږيږه وينا کې ملت ته ويلي، چې دوی ورسره د ډوډۍ او رزق ژمنه نه وه کړې.

حسن اخوند له ملت څخه وغوښتل، چې د ده په ټکيو ( خدای ته په بغارو شي) څو ډوډۍ ورته مساعده کړي.

د هغه دغو څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې توند غبرګونونه پارولي دي.

د طالبانو مطبوعاتي مبلغينو بيا ويلي، چې حسن اخوند په ولسي او ساده ژبه ملت ته ريښتيا- ريښتيا خبرې وکړې او د دروغو وعدې یې ورنه کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب