پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهپر سياسي فعاليت یې بندیز که مصلحتي چوپتيا، ډاکټر غني ولې غلی...

پر سياسي فعاليت یې بندیز که مصلحتي چوپتيا، ډاکټر غني ولې غلی دی؟

تاند:( دوشنبه، د قوس اتمه)‏‏‏‏ له افغانستان څخه د جمهوري نظام له سقوط وروسته د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني له وتو او په متحده عربي اماراتو کې له مېشتېدو وروسته يې د هغه د نه رسنيز کيدو او چوپتيا په اړه ضد و نقيض راپورونه خپاره شوي دي.

په تېر جمهوري نظام کې ځینې باخبرې سرچینې تاییدوي چې متحدو عربي اماراتو پر محمد اشرف غني او د ټیم ځینو ورسره غړو یې د سیاسي فعالیت بندیز لګولی.

د دغو سرچینو په حواله، متحده عربي اماراتو ځکه دا بندیزلګولی چې په خبره یې یادو کسانو ته یې سیاسي پناه ورکړې ده.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند احمدالله وثیق هم ویلي چې په دې بندیزونو کې محمد اشرف غني، د ملي امنیت سلاکار یې حمدالله محب او عطا محمد نور هم شامل دي.

خو د تېر حکومت یو بل چارواکي د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې “د بندیزونه دا خبر حقیقیت نه لري او محمد اشرف غني دا وخت د نظرونو او وضاحت ورکولو لپاره لازم نه بولي،”د هغه په خبره “محمد اشرف غني او ورسره ټیم به یې یوه موده وروسته خلکو ته وضاحت ورکړي.”

له افغانستان څخه تر وتلو وروسته، پر ولسمشر غني د هغه د يو شمېر لوړپوړو مامورينو په ګډون د هغه سياسي مخالفينو او د طالبانو د سرپرست حکومت رييس الوزرا مولوي محمد حسن اخند توند تورونه پورې کړي دي.

خو د ګوښه شوي جمهور رییس محمد اشرف غني له لوري تر اوسه یوازې یو ځل یو لیک خپور شوی چې په هغه کې د طالبانو د حکومت له خوا پر نوموړي د لګېدلو بېلابېلو تورونو سپیناوی شوی و.

بل لور ته د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور زوی خالد نور پر خپل پلار، چې هغه هم په متحده عربي اماراتو کې مېشت دی، د سياسي فعاليتونو د بنديز راپور رد کړی دی.

1 COMMENT

  1. PEOPLES WILL DO JUSTICE.
    PEOPLES WILL WATCH NEW TALIBY MULAHI GOVERNMENT.
    WHAT DID DOCTOR SAHIB ASHRAF GHANI.
    WHAT DID WARLOARDS/CORRUPT ABDULLA HAMID KARZAI ATTANOOR SALABUDDIN RABABBY.
    AND PEOPLES WILL SEE WHAT DOING TALIBS.
    GOVERNMENT IS NOT ONE BUS.ALL MULAH WELL GET A SET FOR SHOWUP.
    GOVERMENT IS ONE HIGH RESPONSIBILITY.
    EACH MINISTERY/WAZEER AND OFFICE IS ONE RESPONSIBILITY
    PAKISTAN WANT TO AFGHANISTAN BE LEFT BEHIND ALL AREA STOP ANY PROGRESS..
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب