پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهپاکستان د افغانستان په اړه د سعودي عربستان په وړاندیز د فوق...

پاکستان د افغانستان په اړه د سعودي عربستان په وړاندیز د فوق العاده غونډې کوربه توب ته تیاري وښوده

تاند (سې شنبه، د عقرب ۹ مه) وروسته له دې چې سعودي عربستان د افغانستان په اړه د اسلامي همکارۍ سازمان د یوې فوق العاده غونډې د رابللو اعلان وکړ، پاکستان وویل، حاضر دی چې د دې غونډې کوربه توب وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د دوشنبې په ورځ په یوه ویدیويي پیغام کې وویل «پاکستان د دې نوښت بشپړ ملاتړ کوي او وړاندیز کوي چې د راتلونکي دسمبر میاشتې په اوولسمه  دې دا غونډه په اسلام اباد کې جوړه شي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، افغانستان، چې د ښځو او ماشومانو په شمول د خوراکي موادو له مامعلوم حالت سره مخامخ دي، خورا په بد حالت کې دی.

قریشي همداراز ویلي، باور لري چې د اسلامي همکارۍ سازمان غړي به د پاکستان وړاندیز تایید کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې ژمي د افغانستان بشري وضعیت لا کړکېچن کړی دی.

سعودي عربستان پرون (دوشنبه) د افغانستان پر وضعیت د اسلامي همکارۍ سازمان فوق العاده غونډه وبلله.

د سعودي عربستان حکومت وايي، هیله لري چې دا فوق العاده غونډه به پر کلیدي اصولو د ګډ دریځ د غوره کولو لپاره فرصت برابر کړي او د بهرنیو له لاسوهنې پرته د افغانستان د یووالي، مخکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت، ثبات او امنیت د یقني کولو لور ته مهم ګامونه واخلي.

سعودي عربستان وايي، د افغانستان خلک په ژمي کئ له خرابېدونکي ناوړه بشري وضعیت سره مخامخ دي، ملیونونه افغان ښځې، ماشومان او نارینه د خوراکي موادو، درملو او سرپناه په ګډون فوري مرستو ته اړتیا لري.

دې هیواد د اسلامي همکاریو سازمان له غړیو، نړیوالو موسسو او فوق العاده غونډې ته له بلل شویو هیوادونو غوښتي چې له افغانانو سره په دې سخت حالت کې مرسته وکړي.

پرون د ملګروملتو د خوړو پروګرام په کابل کې نژدې ۳ زره کورنیو ته، چې د افغانستان شخت بشري بحران ځپلي، د نغدو پیسو مرسته وکړه.

د ملګروملتو خوړو پروګرام د دوشنبې په ورځ وویل چې هرې کورنۍ ته یې ۷۴ ډالره ورکړي دي.

ملګروملتو او مرستندویو موسسو خبرداری ورکړی چې په راروان ژمي کې به د افغانستان د ټول نفوس نیمايي وګړي له لوږې سره مخامخ شي.

اکثرو هغو کسانو، چې ملګروملتو پرون د پیسو مرسته ورسره وکړه، هغه کورنۍ وې چې سرپرستان یا هغه کسان چې د کور خرڅ یې برابراوه، د طالبانو له واکمنېدو وروسته بې روزګاره شوي دي.

1 COMMENT

  1. په يو بل هېواد کې دې جوړ شي نه پاکستان کې.
    پاکستان له هرې ليارې چې زموږ سياسي استازولي وکړي او د دې اجازه بايد هېڅکله ورنه کړل شي.
    که ډېر ښه کوي، نو د هند هغه مرسته شويو غنمو ته دې لار ورکړي چې خلکو ته په دې مشکل وخت کې مرسته ورسيږي.
    هر ډول غوندې او کنفرانسونه په پاکستان کې د افغانستان د سياسي استازولۍ نماينده ګي او پاکستان زموږ استازی نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب