تاند (جمعه/د قوس ۲۳مه) — د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم د بندیز ملاتړ وکړ او دا مسئله یې یو ځل بیا د فلسطین جنګ پورې تړلې وبلله.
فضل په یوه ویډیوي وینا کې چې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې، ویلي چې نړۍ واله ټولنه په فلسطین کې د ۵۰ زرو انسانانو په وژلو چوپ ده خو په افغانستان کې د نجونو د تعلیم د ازادولو غوښتنه کوي.
فضل الرحمان په داسې حال کې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو مخالفت کوي چې د خپلې کورنۍ نجونې یې یو مخ ښوونځیو او پوهنتونونو ته ځي او یوې ورېرې یې تېر کال هم د ماسټرۍ سند واخست او په عام محضر کې یې په افتخار خبرې وکړې.
تر دې مخکې هم، د طالبانو دغه ملاتړي په افغانستان کې د نجونو د تعلیم د ازادولو مسئله د فلسطین جنګ پورې تړلې وه، خو هغه هېڅکله په پاکستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیز غوښتنه نه ده کړې.
ویل کیږي چې د پاکستان پوځي استخباراتو په افغانستان کې د کمونست پلوه خوځښت په رامنځته کېدلو سره د احمدشاه مسعود، ګلبدین حکمتیار، برهان الدین رباني په شمول د پخوانیو جهادي تنظیمونو د استحمار پروژه د قاضي حسین احمد په مشرۍ جماعت اسلامي ګوند ته ورکړې وه او د طالبانو پروژه یې مولانا فضل الرحمان او مولانا سمیع الحق ته حواله کړه چې لا هم د هغوی په وینا د افغانستان ملي ارزښتونه تر پښو لاندې کوي.
د پاکستان د پوځي استخباراتو اداره (آی اېس آی) په ۱۹۴۸ کال کې د برتانوي جنرال رابرت کاتهوم له خوا جوړه شوه او ویل کیږي چې د تېرو ۴۵ – ۵۰ کالونو په ترڅ کې یې په افغانستان کې د بېلابېلو ورانکارو وسله والو ډلو ملاتړ کړی دی.
کوم ملا هوښیار وو ، کله چې غوړه ډوډۍ ور کړې تل فتواوې ورکوي ؟ فتوا يانې څه ؟ خپل اهداف او اغراض ددین په څنګ پورې تړل!
دفلستین فاجعه او اولس وژنه یو سر د ظلم د رسۍ دی او د افغانستان د نجونو تعلیم بندول او تړل بل سر د رسۍ او پوړي دی ! دواړه له انسانیته لرې او دواړه په دین پورې تړل کیږي ! نعلت د ای اس ای په اجنټانو په هیبتو او فضلو خنځيرانو!!
دا چټل الرحمان د پنجابی قادیانی تخریبکارو مشر مسلسل د پنجابی جاسوسی دستګاه په امر سره خپل روزل شوی قادیانی چړیانو ملاتړ اعلانوی او دا د افغان ملت ستر دوښمن د اسلام شعار لاندی کوشش کوی چی افغان ملت بالخصوص میرمنی او جلکۍ بی سواده او کورونو کښی د خپلو تربیه شوو قادیانیو جاهلانو په واسطه په کورونو کښی زندانی وساتی او پنجابی پاکستان لپاره دا قادیانی چټل الرحمان د میرمنو او جلکیو زده کړی او کارو بار روا شمیری !
ای د پخوا څخه پلانیز ساتل شوو بی سوادو افغانانو راپورته شۍ او پری نږدۍ چی افغانستان کښی قادیانی تخریبکاری ریشی ونیسی او د افغان ملت ددی قادیانیو تربیه شوو خیټور په واسطه ئی اولادونه ( جلکۍ او زامن ) بی سواده او میرمنی ددولتی او شخصی کارونو څخه محرومی او کورونو کښی زندانی شی او پنجابی پاکستان افغان ددی قادیانیو تربیه شوو خیټورو غلامانو په وسیله افغان ملت غلامان کړی !!!!