Homeخبرونهافغانستان له زیمبابوې دوهمه ۲۰ اوره سیالي په ۵۰ منډو وګټله

افغانستان له زیمبابوې دوهمه ۲۰ اوره سیالي په ۵۰ منډو وګټله

تاند (جمعه، د لیندۍ/ قوس ۲۳ مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې زیمبابوې ته په ۵۰ منډو ماته ورکړه چې ورسره د شل اوره سیالیو لړۍ یو پر یو شوه او سبا به وروستۍ مسابقه د دې لړۍ ګټونکی معلوم کړي.

افغانستان تېره سیالي په خورا لږ توپیر بایللې وه.

نن هم پچه افغانستان وګټله او لومړی یې توپ وهنه غوره کړه. بیا هم د افغانستان پیلګر لوبغاړي ژر وسوځېدل، رحمت الله ګوربزپه ۱۱ توپونو ۱۱، صدیق الله اتل په ۱۲ توپونو ۱۸ او زبید اکبري په ۲ توپونو۱ منډې وکړې.

خو یوازې دروېش رسولي په ۴۲ توپونو ۵۸ منډې وکړې. او د لوبې غوره لوبغاړی وپېژندل شو. ګلبدین نایب هم په ۲۱ توپونو ۲۶ ناسوځېدلې منډې په خپل ریکارډ کې ثبت کړې.

د افغانستان لوبډلې زیمبابوې ته ۱۵۴ منډې هدف وټاکه چې تر تېر ځل کابو ۱۰ منډې زیاتې وې.

افغان باولران دا ځل ښه وځلېدل. نوین الحق په ۴ اورونو کې ۳ لوبغاړي وسوځول او ۱۹ منډې یې ورکړې. مجیب الرحمان بیا په ۴ اورونو کې ۲ لوبغاړي په داسي حال کې وسوځول چې ۳۰ منډې یې ورکړې. راشدخان په ۴ اورونو کې ۲۰ منډې ورکړې خو ۳ لوبغاړي یې وسوځول. دوه نور عظمت الله عمرزي او فرید ملک وسوځول.

ټاکل شوې ده چې سبا د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ درېیمه شل اوره سیالي وشي او ورپسې یو درې یو ورځینۍ مسابقې وکړي. دواړه ټیمونه دوې ټیستلوبې هم کوي. دا سیالۍ د زیمبابوې په کوربه توب په هرارې کې کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...