اتم فصل (له ۳۵۸ مخ څخه)
د بچه سقاو نهه میاشتنی حکومت ۱۹۲۹ ع
« د معین السلطنة له تګ سره سم بیرغ را ولوېدی او غلام دستګیرخان قلعه بیګی خپله خاصه عسکري قوه بې وسلې کړه او منتظر ناست وو، چي ارګ فاتح ته ورتسلیم کړي. پخپله د سقاو زوی د باغ بالا څخه، چي له ارګ څخه یې درې میله فاصله هم نه درلوده، ارګ ته راتللای سوای مګر د دې شاهی قلا د نیولو کار یې سید حسین ته سپارلی وو. د کابل ګڼ شمېر خلک، د شاهي قلا د اشغال د دې عبرت ناکي پېښي د نندارې لپاره، د مشرقي او جنوبی دروازو سره راټول سوي ول. بالآخره د مازیګر پر څلوربجې سید حسین او ورسره ملګري راورسېدل او قلعه بیګی د ارګ د سپارلو کار پیل کړ. له لږ ځنډ څخه وروسته، قلعه بیکي خپل بې وسلې کړي عسکر را ټول کړل او په داسي حال کی چي د غم باجه یې ږغوله له ارګ څخه راووت. هغه پخپله له تور بیرغ سره په ژړاندو سترګو روان وو. لا قلعه بیګی د ارګ له جنوبی دراوزې څخه څو ګامه لیري سوی نه وو چي، د ټولو د انتظار په خلاف، بچه سقاو له څو وسله والو موټرونو سره ارګ ته د ننوتلو په نیت را څرګند سو. دا د بیچاره غلام دستګیرخان لپاره ډېر سخت حالت وو. د هغه زړه د خپل حکومت د زوال له امله ټوټې ټوټې سوی وو. په دغه وخت کي د هغه فاتح دښمن یو ناڅاپه راڅرګند سوی وو او دی مجبور وو چي د خپلي ارادې په خلاف رسمي وظیفه پرځای کړي. دا چي په دغه وخت کي به د هغه پر زړه باندي څه تېرېدل هغه د قلم په ژبه نه سي بیانېدلای.
دا چي موږ وایو د بچه سقاو راتګ د ټولو د انتظار په خلاف وو علت یې دادی چي د داړه مارانو ډلي له لومړي سره فیصله کړې وه چي لومړی دي سید حسین ارګ ته ننوزي او د ارګ امنیت دي خوندي کړي او وروسته دي بچه سقاو پخپله ارګ ته داخل سي. ځکه چي نه ویل کیږي دښمن په دغه وخت کي کوم خلاف عمل ونه کړي. ګویا ارګ ته د هغه سمدستي ننوتل ښه نه وه ګڼل سوي. ځکه یې نو سید حسین ته وظیفه ورکړې وه چي هغه به لومړی ارګ ته ځي او وروسته به بچه سقاو راځي. مګر له بچه سقاو سره، په دغه وخت کي، دا وېره وه چي هسي نه سید حسین چالاکي ونه کړي او پخپله پر ارګ باندي قبضه ونه کړي. ځکه چي له دواړو سره خپلي وسله والي ډلي ورسره وې او د سید حسین د وسله والو شمېر د بچه سقاو تر افرادو زیات وو. او که سید حسین له بچه سقاو سره ملګری سوی نه وای نو د بچه سقاو لپاره به دا ډېره ګرانه وای چي امانیه سلطنت یې رانسکور کړی وای. اوس چي د ارګ د غنیمت مال د دواړو په مخ کي پروت وو نو دا څه معلومه وه چي سید حسین به د بچه سقاو له ورتګ څخه مخکي خپله لویه برخه وانه خلي. دغه علت وو چي، لا سید حسین ټول ارګ کتلی نه وو، په دغه وخت کي بچه سقاو ځان ورته را ورساوه. سید حسین چي بچه سقاو ته وکتل وار پار یې خطا سو. که څه هم چي مخامخ خو یې بچه سقاو ته څه ونه ویل خو په دغه وخت کي یې هم خپل بیرغ کښته نه کړ او په ارګ کي د دواړو بیرغونه رپېدل او سید حسین خپلو کوهستاني وسله والو ته وظیفه ورکړې وه چي د ارګ پوځي بارکونه ټول اشغال کړي او پخپله له ارګ څخه ووت.
دا وخت له خلکو سره دا اندېښنه پیدا سوه چي په کابل کی لکه چي دوه پاچاهان دي او د دواړو بیرغونه رپیږي او هسي نه وي چي دا دواړه یو له بله په جګړه اخته سي. د بچه سقاو سره هم دا جرأت نه وو چي د سید حسین بیرغ را کښته کړي او درې ورځي د کابل له خلکو سره د دې دوو ډلو ترمنځ د جنګ د پیل کېدلو واهمه موجوده وه. مګر دا کار ځکه ونه سو چي یو څو تنه مشهور مُلایان او دیني عالمان د بچه سقاو پر طرف ول او هغوی د کار له پیل څخه د بچه سقاو لپاره ډېر زیات تبلیغات کړي وه او په سل ګونو کسانو ته یې وظیفه ورکړې وه چي د بچه سقاو لپاره ناره پورته کړي. که څه هم چي سید حسین هم خپلو کسانو ته وظیفه ورکړې وه چي د ده لپاره تبلیغ وکړي او د ده په نوم ناره پورته کړي مګر د هغه د طرفدارانو آوازونه د بچه سقاوړ د طرفدارانو په آوازونو او تبلیغاتو کي ورک وه. بچه سقاو خپلو طرفدارانو ته وظیفه ورکړې وه چي هرکله دی ارګ ته داخل سو نو سمدستي دي خلک د بیعت لپاره ورته حاضر کړي او هر څوک چي بیعت ورکولو ته حاضر نه سي له هغوی سره دي د یاغیانو په څېر سلوک وسي. په دې وخت کي به چا دا زړه کړی وای چي بچه سقاو ته بیعت ونه کړي او خپل سراومال او ناموس په خطر کي واچوي؟ خلک د پسونو په توګه ډله ډله ورته راتلل او یوه عجیبه عبرت خېزه صحنه وه. له هغو ورځو څخه شپږ میاشتي لا نه وې تیري سوي چي همدغو خلکو خپل سراومال ترغازی امان الله خان قرباناوه او د هغه د پاچاهی د دوام دعاوي یې کولې. او همدغه کسان ول چي دوې ورځي مخکي یې له سردار عنایت الله خان سره بیعت کړی وو او اوس هماغه خلک راغلي ول او له بچه سقاو سره یې بیعت کاوه. آیا دا یوازي د قدرت زور نه دی او آیا قدرت به تر دې لا هم له انسان څخه څومره غرور واخلي او لا به یې په څه لعنت ګرفتار نه کړي؟
په هر صورت سید حسین دا وخت پر زړه باندي تیږه کښېښودله. هیڅ یې ونه ویل او یا ښايی د راتلونکي لپاره به یې کومه نقشه سنجوله او د فی الحال لپاره یې خاموشي اختیار کړې وه. داسي ښکارېدله چي دا ګړی بچه سقاو د خپل قدرت په مقابل کي حریف نه لري او هغه پاچا دی او هر ځای چي د سقاوي پوځیانو تر اثر لاندي وو هلته د بچه سقاو په نوم خطبه او سکه جاری سوه او په ارګ کي د سید حسین بیرغ د هغه په خپله خوښه راکښته کړه سو.
مخکي له هغه چي موږ د بچه سقاو د پاچهی پیښي په پرله پسې توګه بیان کړو موږ دا کار د هغه د ادارې د داخلي چارو او اجرآتو د بیان څخه پرته نه سو تشرېح کولای. کابل ته د سقاوي پوځ د داخلېدلو په وخت کي هیڅ انسان ته تاوان ونه رسېدی. د هغوی تر ټولو لومړی کار د سفارتونو ساتنه وه. کله چي د هغوی پوځ کابل ته داخل سو نو د بچه سقاو محافظینو کنټرول واخیست. د جرمني سفارت له ښار څخه څه کم دوه میله لیري په باغ بابر کي پروت وواو یو څو تنه جرمنیان د خپلو کورنیو سره په ښار کي اوسېدل. د بچه سقاو محافظین، د انقلاب په ورځ، د دغه سفارت د ساتلو لپاره ور ورسېدل. سقاویانو د سفارتونو د ساتلو تر څنګ اعلان وکړ چي ټول خلک دي پرته له وېري او واهمې څخه خپل دوکانونه پرانیزي او په خپلو کارونو دي لګیا سي او که چیري د دوی افرادو چاته آزار ورکړ هغه دي سمدستي ونیول سی او ګزمې ته دي وسپارل سي. له دې ګزمې سره به یو یا دوه تنه سقاوي منصبداران هم ملګري ول. دغه ګزمې به یوه له بلي وروسته په کوڅو او بازارونو کي لیدل کېدلې. فقط یو دوه ځله څه پیښي وسوې او سقاویانو له دوکاندارانو څخه په زور مواد واخیستل او کله چي هغوی ګزمه والاو ته شکایت وکړ نو هغوی خپل سقاویان ځای پرځای وویشتل. یو بل ځل یې خپل سقاویان په څلور لاري کي په غوږنو مېخ کړل او د نورو یې پزي سورۍ کړې او په څلور لارو کي یې میخ کړل. له هغه څخه وروسته هیڅ سقاوي د چا مال ته د سترګو اړولو جرأت نه کاوه.
مګر دا حالات فقط یو څو ورځي وه او بیا نو سقاویانو داسي ظلمونه پیل کړل چي وروسته به یې ذکر وکړو. لکه څرنګه چي په پیل کي د هغوی امنیت او اجرآت د ستایني وړ ول او خلکو به ویل چي دوی هیڅ فکر نه کاوه چي سقاویان به له هغوی سره داسي سم او انساني سلوک وکړي. ځکه دوی فکر کاوه چي د هغوی له راتګ سره به لوټمار او قتلونه پیل سي. همداسي هم وروستۍ پیښي د خلکو د حیرانتیا سبب سوې.
د سقاوي حکومت په وخت کي د پيښو له بیان څخه مخکي به یو ځل د سردارعلی احمد جان د تباهۍ کیسه وکړو؛ چي په مشرقي کي یې د خپلی پاچهی اعلان وکړ. سردار له خوګیانیو سره نیژدې اړیکي لرل او ګواکي د ده د قوت سرچینه همدغه قبیله وه. دا قبیله په خپل منځ کي سره وېشل سوې او ځینی یې له یوه بل سره په دښمنی کي ول. له سردار علی احمدجان سره یوه منظمه پوځي قوه وه چي په مشرقي کی یې په بېلو بېلو ځایونو کي وظیفې ورکړي وی او یوه لویه برخه یې له ځان سره ساتلې وه. څرنګه چي د قبایلو دا غوښتنه وه چي سردار باید د کابل پر لور حرکت وکړي نو د قبایلو ډېر زیات شمېر داوطلبان هم ورسره ملګري سوي ول او غوښتل یې چي د واوري د اورېدلو له موسم څخه مخکي د کابل پرلور حرکت وکړي. دا رضاکاران هره ډله د خپلو خانانو تر امر لاندي ول. غیر منظم ول او هیڅ نقشه او پلان یې نه درلود. دوی یوازي آوازو ته غوږ نیوی او کله کله به یې له ځانونو څخه کیسې جوړولې او خپل وخت به یې تېراوه. او یا به یې د خپلو قبایلي دښمنیو کیسې کولې او مجلسونه به یې په دغو کیسو تاوده وه. دا ګواکي د سون مواد وه چي د نوي پاچا پرشاوخوا باندي راګرځېدلی ول او په دغه وخت کي یې خپلي سختي قبایلي دښمنۍ هم پاللې. د خوګیانیو هغه قبیله چي سردار علی احمد جان یې په طاقت او قوت نازېدی پخپله پر دوو دښمنو قبیلو باندي وېشله سوې وه چي یوه د بل وینو ته تږې وه. دې مسلې سردار ته سخته ستونزه پېښه کړې وه او نه پوهېدی چي دا انډول او توازن څرنګه وساتي. ده پخپله په دې بې تخته پاچهي کي دونه وکړای سول چي د دواړو قبایلو خانانو او مشرانو ته یې راز راز وعدې ورکړی وې او هغوی یې کرار کړي وه. ښایی تردغه وخته پوری دا د هیچا زړه ته نه لوېده چي غازی امان الله خان دي د بچه سقاو له ویري پیاتخت پرېږدي او بچه سقاو دي د کابل تخت سنبال کړي.
د غازي امان الله خان د تېښتي او پر کابل باندي د بچه سقاو د مسلط کېدلو خبرونه ډېر ژر په قبایلو کي خپاره سول. له یوې خوا دې خبرونو پر خانانو باندي خپل اثر وکړ او له بلي خوا رضاکار قومي کسان هم په یو ډول عجیب حالت کي ول. دوی ته ویل کېدله چي بچه سقاو یو غل او ډاکو وو مګر په اوس حالت کي هغه د دین له دښمن سره جهاد کړی دی. او جاهلو خلکو له دغه امله له هغه سره خواخوږي ښودله. دا یوازي نه وه بلکه پخپله د سردار علی احمدجان د پوځ یوه لویه برخه د کوهدامن او کوهستان خلک ول. له هغوی سره د دې عقیدې پیدا کېدل یوه طبیعي خبره وه چي د دوی د قام یوه سړي پر یوه ملحد باچا باندي بری ترلاسه کړی دی او اوس پاچاهي دهغه په لاس کي ده نو ولي دوی د یوه سردار تر بیرغ لاندي حرکت وکړي او د دین له غازیانو سره چي د دوی وروڼه دی وجنګیږي؟
کله چي حالات دې ځای ته را ورسېدل نو د خوانینو ترمنځ هم زړې دښمنۍ له سره نوي سوې. یوې ډلي د بچه سقاو طرفداري پیل کړه او بله ډله د سردار علي احمدجان پر طرف ودرېده. دې دوو ډلو یو له بله جنګ پیل کړ او د کوهستان څه عسکر چي وه هغوی وسلې ورسره واخیستلې او د کابل پرلور یې حرکت پیل کړ. دلته خوګیاني په خپلو منځونو کي سره ونښتل او سردارعلي احمدجان وتښتېدی او په ډېر فلاکت یې خپل ځان تر پېښور پوري ورساوه او څو شپې هلته پاته سو.
په دې توګه د بچه سقاو له لاري څخه یو خطرناک دښمن لیري سو. د امان الله خان د خالي تخت درې دعوه کوونکي یو په بل پسې له صحنې څخه ووتل او د خلکو دا ګمان په یقین بدل سو چي هغه څوک چي خلکو د خادم رسول الله په نوم نارې ورته وهلی دا دی په ریشتیا هم د ټول افغانستان پاچا سو.
ملایانو ویل چي د بچه سقاو د باچا کېدلو پېش ګويی شاه نعمت الله ولی کړې وه او دا خبره په ښارونو او کلیو کي د برېښنا په څېر خپره سوه او که سماوارچي وو او که پلنډي وو ټولو فکر کاوه چي بچه سقاو د هغه وخت صاحبقران دی. او خدای پاچهي ورکړې ده.
کله چي کابل ته د سردارعلی احمدجان د تېښتي خبر را ورسېدی نو سقاویان ډېر خوشاله سول. تر اوسه پوري چي غلو او داړه مارانو له خلکو سره، د یوې نقشې په اساس، سم سلوک کاوه؛ له دې وروسته یې له خلکو سره سخت سلوک پیل کړ. هغوی اوس د کوهدامن او کوهستان پر علاقو برسېره د کابل واګي هم په لاس کي وې او نور د ټول افغانستان د نیولو لپاره لاره ورته هواره سوې وه. مګر سقاو باید تر هرڅه مخکي خپل حکومت تنظیم کړی وای او ترڅو پوری چي حکومتي چاري یې ښې تنظیم کړی نه وي هیڅ کار یې مخته نه سو بېولای. دا د بچه سقاو خوشبختي وه چي په دغه وخت کي داسي یو سړی د هغه لاسته ورغلی وو چي د غازی امان الله خان د وخت تر هیڅ وزیر کم نه وو مګر د هغه د دونه فضیلت او لیاقت سره سره د امان الله خان په حکومت کي د یوه دوهمه درجه حاکم تر مقام لوړ نه سو. دا سړی د بچه سقاو د ښورښ د پیل په وخت کي په کوهدامن کي وو او په هغه وخت کی یې له بچه سقاو سره اړیکي ټینګ کړي وه او په وروسته کی یې د هغه بشپړ ملاتړ پیل کړ. کله چي بچه سقاو کابل فتح کړ نو هغه یې خپل د دربار د وزیر په حیث مقرر کړ. دا چي د بچه سقاو په نصیب د کابل اته نهه میاشتي حکومت ورسېدی دا ټول د هغه برکت وو. که چیري بچه سقاو د خپل حکومت په وخت کي د خپلو ملګرو غلو او د هغوی د چور او تاړاک د عملیاتو مخه نیولې وای او د شیرجان پر مشورو یې غوږ نیولی او عمل یې په کړی وای نو ښايی بچه سقاو به تر اوسه د کابل پاچا وای.
په هر صورت د خوښیو او بې غمۍ له څو لومړیو ورځو څخه وروسته، چي په دغه وخت کي د غازی امان الله خان د نویو اصلاحاتو د پرله پسې لغو کېدلو اعلانونه کېدل، د مقتول امیرحبیب الله خان د وخت د قوانینو په اساس حکومت تشکیل او چلیدی. بچه سقاو خپل ورور حمیدالله معین السلطنة، سیدحسین خپل صدارعظم او ملک محسن یې، چي نهایت کینه توز او ظالم سړی وو، د کابل والي مقرر کړ. شیرجان یې وزیر دربار او د هغه یو ورور یې ( عطاءالحق م) خارجه وزیر وټاکی. سید حسین ته یې د جنګ وزارت هم وسپاره او خپل نور افراد یې وزیر مالیه او د خزانې وزیر وټاکل او نور ټول وزارتونه یې لغو کړل. د خپلي سیمی ملایان یې، چي له لومړۍ ورځي د ده ملګري ول، څوک کوچني او څوک لوی قاضیان مقرر کړل. او خپل نور ملګري یې، چي مخکي یې پوځي رتبې ورکړي وې، اوس یې باقاعده شاهي اسناد ورکړل. د دې غلو ترمنځ، له لومړۍ ورځي پر پوځي مقاماتو باندي جګړې او رقابتونه موجود وه. د بچه سقاو هر توپک والا ملګري غوښتل چي یو پوځي مقام وروسپارل سي. له هر سقاوي څخه به چي دي پوښتنه وکړه هغه خپل ځان کرنیل، چا به جرنیل او چا به ځان نایب سالار باله. په دې توګه په شل ګونو نایب سالاران، په درزنونو سپه سالاران او په سلهاوو کرنیلان او جنرالان پیدا سول. چا د خپل پوځي منصب سند له سید حسین څخه اخیستی وو، چا له حمیدالله او چا پخپله بچه سقاو ته خپله پخوانی وعده ورپه زړه کړې او د هغې وعدې په اساس یې د هغه فرمان ترلاسه کړی وو او چا هم له سپه سالار شیردل ( پردل م) څخه فرمان اخیستی وو. د حکومت دغه راز بې جلوه چلند تر یوې نیمي میاشتي پوري روان وو او وروسته یو څه کم سو. بچه سقاو یو فرمان صادر کړ چي له دې وروسته د نوي پاچهی د اصولو په اساس اجرآت کیږي. د دې نویو اصولو یو څو فقرې دغه دي:
۱: د امان الله خان د وخت ټولي نظامنامې لغو دي.
۲: د حکومت آینده اساس به پر شرع محمدي ولاړ وي.
۳: په ښوونځیو کي د نجونو او ښځو تعلیم په کلي صورت بند دی.
۴: ښځي به هغه مکتبي بُرقې چي امان الله خان منځته راوړی وې په هیڅ صورت نه اغوندي بلکه له بُرقې او دولاقو پرته هیڅ ښځه دباندي نه سی ګرځېدلای.
۵: د محمدی شریعت په اساس د څلورو ښځو په نکاح کول روا دي.
۶: هغو ښځو چي د امان الله خان په زمانه کی یې له خپلو مېړونو څخه په زور طلاق اخیستی دی مېړونه یې هغوی بیرته په نکاح کولای سي.
۷: پر داخلی مالونو باندي مالیات نه اخیستل کېږي.
۸: د روان کال د مځکو مالیه معاف ده.
۹: هغه کسان چي د حکومتي خزانې پوروړی دي،که داخلي اوکه خارجي وي، هغه دي خپل پورونه نوي حکومت ته ادا کړي او د چا چي پر حکومت پیسې باندي وي د اصولو سره سم دي خپلي پیسې ترلاسه کړي.
۱۰: هشت نفري یعني جبري عسکري خدمت لغو دی.
۱۱: ټولی هغه ادارې چي امان الله خان منځته راوړی دي لغو دي او د امیر شهید د وخت د تشکیل په اساس به اجرات کیږي.
۱۲: خارجي سفارتونه بیرته لېږل کیږي او هغوی چي غواړي دلته پاته سي هغوی په اسلامي هیواد کي د مځکي پېرودلو اجازه نه لري.
۱۳: د پاچهی لقب چي امان الله غوره کړی وو هغه د اسلام له دین سره مخالف دی. له دې وروسته به خادم دین ته امیر ویل کیږي.
۱۴: بیرغ به همدغه اوسنی وي او د جمعې په ورځ به رخصتي وي.
د حکومت (امان الله خان م) د نظامنامو له منسوخولو سره، چي خلکو یو څه عادت ورسره نیولی وو، د عبدالرحمن او حبیب الله دوران بیرته پیل سو. په هغه دوران کی نه یوازي تجارتي کاروبار ګډوډ وو بلکه خلک له هر ډول مدني حقوقو څخه محروم ول. اوس نو بیرته کمزوري د زورورو ترلاس لاندي او د هغوی واک ته وسپارل سول. د کمزورو سره چي هر ډول سلوک کېدی؛ نه د عدالت څرک لګېدی او نه د فریاد د اورولو لپاره ځای وو. خلک د حکومت د مختلو مقاماتو ترمنځ وېشل سوي ول او د هغوی د ظلم او وحشت له لاسه یې خپلو خانانو او ملکانو ته پناه وړله. خوانینو د خلکو غوښتني تر درباره پوري رسولې او له دې لاري یې له دربار سره ژور اړیکي تینګ کړي وه. په دې توګه د پاچا د رسمي مقاماتو او خوانیو ترمنځ هم رقابت پیل سوی وو. یوې خواته حکومتي مامورینو په خپلو کارونو کي د خانانو او ملکانو له مداخلو څخه شکایتونه کول او بل لوري ته خانانو او ملکانو، د مامورینو له لاسه، د خلکو فریاد تر پاچا پوري رساوه او هریوه غوښتل چي خپل خپل طرفداران په حکومت کي مقرر کړي. سقاوي حکومت له خپلو لومړیو ورځو له بحران سره مخامخ وو او هرآن یې په خپل ایجاد کړي ګرداب کي د غرقېدلو انتظار ایستل کېدی. زه به د سقاوي حکومت ټوله دوره، چي په حقیقت کي د بشر په تاریخ کي یوه مهمه دوره ده، پر څلورو برخو ووېشم:
۱: د فتح کړیو سیمو له خلکو سره د سقاوي حکومت سلوک.
۲: د هیواد د مختلفو ولایاتو څخه د تابعیت د ترلاسه کولو لپاره اقدامات.
۳: د سقاوي حکومت جنګي اقدامات.
۴: وروستۍ مسله او د کابل فتح.
پر دې مسایلو باندي له بحث کولو څخه مخکي به لومړی له کابل څخه د هغو خارجي اتباعو پر وتلو باندي بحث وکړو چي د غازي امان الله خان له تېښتي څخه مخکي پیل سوی وو او بشپړېدل یې د سقاو د حکومت په وخت کي وه. کله چي د بهرنیو هیوادونو حکومتونو ولیدل چي ښورښ ورځ په ورځ زور اخلي او د افغانستان حکومت ورځ تربلي کمزوری کیږي او حتی په حکومت کي د خپل پایتخت د ساتلو قوت نسته نو هغوی د بچه سقاو له لومړۍ حملې څخه وروسته د خپلو سفارتونو د غړو د کمولو کار پیل کړ. د برټانیې حکومت حاضر سو چي د دې مهم لپاره خپلي الوتکي په کار واچوي. د جرمني، فرانسې، ایټالیې، ترکیې، ایران او هند، ښځي، ماشومان، بوډاګان او ځوانان تقریباً هره ورځ په الوتکو کي له کابل څخه وتل. د غازي امان الله خان له تېښتي او د بچه سقاو له بري څخه وروسته سفارتونه په حقیقت کي له ډیري پرېشانی سره مخامخ ول او د کابل څخه یې د خپلو سفارتونو د لېږدولو په برخه کي له خپلو حکومتونو سره سلامشورې کولې او هدایات یې غوښتل. مګر دا وضع داسي نه وه چي باید هغوی ډېر انتظارایستلی وای. د هغوی حکومتونو ډېر ژر هغوی ته له کابل څخه د وتلو احکام صادرکړل او هر یوه له کابل څخه د خپلو مامورنو په ایستلو پیل وکړ. وروستنی سفارت د برټانیې وو چي خپل د سفارت غړي یې وایستل. اوس نو په کابل کی یوازی د ترکیې، ایران او روسیې سفارتونه پاته ول. که څه هم چی روسیې هم خپل هغه افراد چي امانیه حکومت د الوتکو لپاره استخدام کړي ول بیرته روسیې ته استولی وه.او د افغانستان په داخلي ښورښونو کي یې سفارت له افغانستان څخه ونه ایست.
په هوایی ډګر کي لومړی د اماني حکومت د خارجه وزارت کسانو بهر ته د تلونکو خلکو څارنه پرغاړه درلوده او اوس هغه وظیفه سقاوي مامورینو ته سپارل سوې وه او هغو کسانو ته یې بهر ته د تللو اجازه نه ورکوله چي د اماني حکومت سره یې کار کړی وو او یا یې کومه قضیه ناحله پاته وه. په دې توګه نو یو تنه جرمنیان چي په کابل کي یې تجارت کاوه پاته سول نور بهرنیان ووتل. په دې کسانو کي د دارالامان یو مهندس هم وو چي وروسته په بدلو جامو کي د ځاځیو په مرسته له افغانستان څخه تښتېدلی وو. ویل کیږي چي هغه د حکومت پوروړی وو.
په دې ضمن کي یوه عجیبه خبره د یادولو وړ ده او هغه داچي د کابل تر نیمایی زیاتو کسانو د برټانیې سفارت ته عریضې کړي وې چي هغوی ته دي د برټانیې تابعیت ورکړه سی او په الوتکو کي دي وایستل سي. دغه ډول خلکو البته د ظالم له ظلم څخه د ځانونو د ژغورلو لپاره دا تلاښ کاوه مګر ځیني داسی کسان هم ول چي له هغوی سره د حکومت ډیري زیاتي پیسې وې او غوښتل یې چي له پیسو سره وتښتي. په دې کسانو کی یو هم شیراحمدخان یو کس وو چي په شیرخیاط مشهور وو او د کابل له مهمو تاجرانو څخه وو. په یوه چم یې د بچه سقاو رضا حاصله کړې او له کابل څخه یې د وتلو تلاښ کاوه مګر هر چاته د دغه راز حیلې او چال کولو فرصت برابر نه وو. دا چي افغانان د خپل تابعیت پرېښودلو او د بل هیواد تابعیت کولو ته حاضر ېدل دا د خواشینی خبره ده.
د اوسني پاچا( محمدنادرشاه م) د کاکا زوی احمدشاه خان هم په هغو مسافرینو کي وو چي د کابل له هوايی ډګر څخه یې پرواز کاوه. ده ته بچه سقاو وظیفه ورکړې وه چي فرانسې ته ولاړ سی او سپه سالار نادرخان وطن ته را ستون کړي.
سقاوي حکومت غوښتل چي ټول هغه کسان چي د امان الله خان په وخت کي ترټل سوي ول په حکومت کي مقرر کړي او د هغوی په وسیله خپل نظام تینګ او استوار کړي. بچه سقاو حتماً دونه عقل درلود چي د خپلي باچهی د استحکام لپاره د څو واکمنو افغاني کورنیو ملاتړ ترلاسه کړي. په دې کورنیو کي یوه د محمدنادرخان کورنۍ وه چي د امان الله خان سپه سالار وو. بچه سقاو د خپلي لنډي پاچهی په دوران کي ډېر زیات کوښښ وکړ چي محمدنادرخان د ځان طرفدار کړي. البته دا ټول د شیرجان د سلا مشورو برکت وو. زه په دقیق ډول نه سم ویلای چي د شیرجان په زړه کي به څه وه خو دونه ویلای سو چي هغه د حیثیت او اعتبار خاوندانو کسانو پسي ګرځېدی. ښایی ده غوښتل په دې وسیله په حکومت کي د غلو او داړه مارانو اثر رسوخ کم کړي او یا به یې غوښتل چي یو وخت پخپله پاچا سي. او یا داسي یو سړی قدرت ته ورسیږي چي د هغه په نظر دی تر ټولو ورته نیژدې او منظور وي. په دې سړي کي مي د علم او معلوماتو ترڅنګ یو بل عجیب کمال ولیدی او هغه دا چي هر کار به یې کاوه نو لیري واټن به یې په نظر کي نیولی وو او له هر کار څخه مخکی یې د هغه په باره کي غور کاوه او کافی اهلیت یې درلود. ما لکه مخکي چي ویلي دي که چیري بچه سقاو ټول کارونه د ده په سلا مشورو کولای نو ښايی بری د سردار محمدنادرخان په برخه سوی نه وای.
چي قصه را لنده کړو احمدشاه جان له فرانسې څخه د سردار محمدنادرخان او د هغه د وروڼو د راوستلو لپاره له ښو زیاتو پیسو سره روان سوی وو. او د بچه سقاو ډېر امید وو چي نادرخان به حتماً ورته راسي. د بچه سقاو دا آرزو به پوره سوې وای خو که اعلیحضرت محمدنادرخان د خپل قسمت د آزمېیلو لپاره میدان ته نه راوتلی نه وای.
دلته به خپلو لوستونکو ته یوه بله خبره هم وکړم او هغه جنوبي ته د شاه ولی خان د کشر ورور شاه محمودخان لېږل دي. شاه محمودخان د بچه سقاو په مقابل کي د یوه محاذ قوماندان وو. مګر څرنګه چي بچه سقاو غوښتل چي دا خاندان له ځان سره ملګری کړي نو شاه محمودخان ته یې څه ونه ویل. څرنګه چي د جنوبی په قبایلو کي شاه محمودخان له خلکو سره پېژندل او هلته د ده قدر عزت کېدی نو بچه سقاو هغه له ډیرو پیسو سره هغي سیمي ته واستاوه. دا وخت د اعلیحضرت محمدنادرخان د کورنۍ مېرمني او د کورنۍ نور غړي او ماشومان په کابل کي اوسېدل. او د بچه سقاو د امید یو علت همدغه وو چي سردار محمدنادرخان به له دغه امله د ده په مقابل کي سرکښي ونه کړي. په هر صورت اوس به د بچه سقاو د نهه میاشتني حکومت پر کارونو باندی یو څه رنا واچوو.
له فتحه کړو سیمو له خلکو سره د سقاوی حکومت سلوک:
د شیرجان او بچه سقاو له څو سپه سالارانو څخه چي را تېر سو نو د بچه سقاو په پاچهي کي درې تر ټولو مهم کسان شریک ول. یو د هغه ورور حمیدالله، دوهم سید حسین او دریم ملک محسن چي د کابل والی وو. دې درو واړو پر مختلفو شاهی سیمو باندي قبضه کړې وه. او په هغه سیمه ګواکی د دوی دربارونه وه. دوی هر یوه خپل ځانته محافظین، پیش خدمتان او محصلان او خپل مخبران درلودل. او د پخواني حکومت د مامورینو په باره کي د کوهدامن او کوهستان هغو کسانو احوالونه ورکول چي له ډیري مودې راهیسي یې په کابل کي ژوند کړی وو. لومړۍ هفته یو څه په آرامي تېره سوه او له هغه څخه وروسته په هره خوا کي غلاوي او وهل ټکول پیل سول. کله چي به سید حسین د اماني حکومت کوم مامور ونیوی او بیا به یې خوشي کړ نو هغه به سمدستي د حمیدالله سړیو را ونیوی او که به یې بخت کار کړی وای او د حمیدالله له منګولو څخه هم خلاص سوی وای نو بیا به د ملک محسن له خوا ونیول سو. هغه سړی به یې چپه کړ، وبه یې واهه او د ځناورو په څېر به یې چیغي ورباندي وهلې او بیا به یې په یوه تیاره کوټه کي واچاوه. کله به داسی هم پېښېدل چي د سیدحسین، حمیدالله او ملک محسن دریو واړو عسکربه په یوه سړي پسی ورغلل. او هر یوه به کوښښ کاوه چي نیول سوی سړی خپل آمر ته بوزي او دلته به د دریو واړو ډلو جګړه سوه. کله کله به یې په دریو واړو پر ګرفتار سوي سړی باندي را واچول او په ټولو به یې واهه او هر یوه به ورته ویل چي له ده سره ولاړ سي. بیچاره چي به له هغه سره روان سو دهغي بلي ډلي سړیو به ونیوی. د بې تمیزو دا طوفان هره ورځ په ښار کي لیده کېدی.
د دې دریو واړو شریکانو حکومت، په خپلو منځونو کي ښه چلېدی. مثلاً که به سید حسین یو سړی نن له بندي خانې څخه خوشي کړ( البته د خوشي کېدلو لپاره به یې ښې روپۍ ښندلي وې) نو سبا به ملک محسن ونیوی او خپل حق به یې ورڅخه غوښت. هغه سړی به سیدحسین ته په فریاد ورغی. سید حسین به هغه ته یو لیک ورکړ. ملک محسن به د سید حسین خط څیري کړ او یا به یې سخت جواب ورته ولیکی. سید حسین به د ملک محسن څخه د محبوس د خلاصولو لپاره عسکر ولېږل. مګر ملک محسن به یا د سید حسین له ویري هغه کس یا کسان مخکي له مخکي خوشي کړی ول او یا به یې ارګ ته ولېږل.
په دغه حالاتو کي ډیرو کسانو خپلي زړې دښمنۍ راپورته کړې او کساتونه یې واخیستل. ځینو کسانو به په داوطلبانه توګه د سقاویانو مخبري کوله او چي له هر چا سره یې پخوانۍ دښمني درلوده هغه به یې سقاویانو ته، د امانی حکومت د یوه لوی مامور په حیث، په ګوته کاوه. په دې سلسله کي د امانی حکومت ټول وزیران، عالي رتبه مامورین او لوی تاجران ونیول سول. د اکثرو تاجرانو لا له حکومت سره حساب و کتاب هم پاته وو او مسوولیت یې رفع سوی نه وو. څوک چي د سقاوي افسر لاسته ورغی نو په ښو ډیرو پیسو به یې ځانونه خلاصول خو لږ وخت وروسته به یې بیرته ونیول او دا ځل به د کوم نوي سقاوي افسر په امر ونیول سو. څرنګه چي د دې بې قانونه او ایله جاري غلو څخه د هر ډول عذاب او شکنجې وېره وه نو د بلا په دام کي اسیر خلک مجبور ول چي د سقاوي حکومت هر مامور جلا جلا خوشاله کړي او خوله یې ورخوږه کړي. کله چي به یوه سړي د ځان خلاصولو لپاره ډیري بیسې وښندلې نو د سقاوي افسرانو به لا شک زیات سو چي دا سړی لکه چي ډیري پیسې لري نو د پیسو او رشوت په تمه یې به بیا ګرفتار کړ. چا به د غلو له لاسه کوم بل غله ته شکایت کړی وای؟ او له غلو او داړه مارانو سره دلیل کار هم نه کاوه. بس خلک مجبورل چي هر ډول ګوزاره کیږي هغسی یې وکړي.
په دې سلسله کي زما د ګرفتاری نوبت هم را ورسېدی. زه یوه ډېر ټیټ او بدباطنه سړي ګرفتار کړم چي د اماني حکومت په وخت کي یې هم د جاسوسی وظیفه درلوده. دې سړي تول هندي افغانان په بلا ګرفتارول. دا سړی د بچه سقاو والي ته ورغلی وو او هغه سمدستي د ټولو مهاجرو هندوستانیانو د نیول کېدلو امر صادر کړ. په بله ورځ موږ ټولو ته اطلاع ورسېده چي د کابل والي غواړي موږ وویني. موږ ټول یې پر یوه ځای باندي راټول کړو او ټول یې یو ځای والي ته ورپېش کړو. زموږ له منځه مولوی الله نواز خان، چي د او سني اعلیحضرت سلاکار دی، څه موده مخکي له جرنیل شاه محمودخان سره جنوبی سمت ته تللی وو. موږ څو تنه هندوستاني مهاجرین او څو تنه کابلیان یې په یوه تنګه توره کوټه کي واچولو او شاه جي ( عبدالله شاه جي هندی مهاجر م)، چي وروسته د ګردېز فاتح سو او اوس د پاچا په پوځ کی جرنیل دی، له سیدحسین سره تماس ونیوی او له هغه څخه یې زموږ د خوشی کولو مکتوب ترلاسه کړ. ملک محسن د سید حسین مکتوب ونه مانه او موږ یې د ارګ بندیخانې ته انتقال کړو.
بچه سقاو ته داسي اطلاعات رسېدلي ول چي که دغه کسان آزاد وګرځي نو ښايی په څو ورځو کي د ده پاچهي چپه کړي. له بده مرغه چي د انګرېزانو په څېر پوه او له حقایقو سره بلد قوم سره هم زما په باره کي دغه راز غلط فهمي موجوده وه. زه نه پوهېږم چي په ما کي کوم داسی صفت موجود وو چي د خلکو وېره راڅخه کېدله؟ په هر صورت، پر ما باندي له لګېدلو تورونو څخه یو داوو چي زه د محمدنادرخان په طرفداري فعالیت کوم. دا وخت نو بچه سقاو ته څرګنده سوې وه چي نادرخان به هیڅ وخت له ده سره ملګری نه سي. بچه سقاو په یقین سره دا منلې وه چي کابل زموږ په اشاره کار کوي او چي څه پیښیږي هغه زموږ له لاسه دي. د بچه سقاو د خزانې وزیر یوه ورځ، د یاورمحمودجان ( د اعلیحضرت امان الله خان یاور محمودخان ) د لیدلولپاره، زموږ کوټې ته راغی څو د مخکي یادو سویو تورونو په باره کي د هغه له خولې یو څه واوري.
زموږ د بندیحانې محافظ، چي د بچه سقاو کلیوال وو، زموږ په باره کي یې دا یقین وو چي موږ به یوازی یو څو ورځي ژوندي پاته یو او موږ پخپله هم دغه ډول فکر کاوه. زما مېرمن او واړه بچیان دا وخت په کابل کي وه او تصادفاً، په شاوخوا کي، څوک خپل خپلوان هم ورته نه وه. ما که له کابل څخه د تېښتي خیال هم درلودلای نو خپله مېرمن او بچیان به مي چاته پرې ایښی وای. زما د بند په شپو ورځو کي مي مېرمن ناروغه وه او کله چي زما په باره کي یې داسي حیرانوونکی خبر ترلاسه کړ نو نیژدې یې زهره چاودلې وای. خو نه هغه کونډه سوه او نه د زه د فرنګي په بندیخانه کي د دې کتاب له لیکلو څخه محروم سوم. ځکه نو سره له هغه چي بچه سقاو څو ؛ځله زموږ د وژلو حکم کړی وو زه او زما څو تنه هندوستاني ملګري له مرګه ژغورل سوي وو.
زما یو چل زده وو او هغه داچي د غلو او داړه مارانو له ذهنیت څخه استفاده وکړم او کرار کرار یې نرم کړم. ما خپل تدبیر په کار واچاوه او د غلو قهر او غوسه هم کرار کرار سړه سوه. خو د دوی لا زموږ سره چنداني خواخوږی نه وه پیدا سوې چي په دغه وخت کي یو هندوستانی ورور چي غازی امان الله خان د قطغن او بدخشان خواته تبعید کړی وو، او د خپل تبعید په وخت کي یې د بچه سقاو له خلکو سره بیعت کړی وو، را ورسېدی او موږ، د هغه له برکته، له مرګه وژغورل سولو. دلته به دا ډېره نامردي چي که زه د اعلیحضرت محمدنادرخان له لاسه د دغه شخص د چانماري کېدلو د نه ژغورلو یادونه ونه کړم. ځکه چي پر محمدنادرخان باندي موږ ډېر زیات ناز درلودی او موږ ټول د دغه هندوستاني له برکته له مرګه ژغورل سوي وو او موږ هغه ته نجات ورنه کی. د دې کار ډېر علت د هغه او مولوي الله نواز خان ترمنځ رقابت وو. که یو څوک د قدرت په وخت کي خپل رقیب ونه بخښی نو د هغه او ځناور ترمنځ په طبیعت کي هیڅ توپیر نسته.
موږ لا په بندیخانه کي وو چي شهزاده حیات الله خان یې هم زموږ کوټې ته راووست. بر هغه باندي دا الزام وو چي د بچه سقاو د نسکورولو او د خپلي پاچهی داعلانولو نقشه یې جوړه کړې وه. په هغه شپه، بچه سقاو د سردارحیات الله خان ملګري ډېر سخت ډبولی ول او شهزاده حیات الله خان به یې هم ډبولی وای مګر وروسته یې لکه چي فکر کړی وو چي له ډبولو څخه پرته یې بندیحانې ته ولېږي. او دوې میاشتي وروسته یې په پټه اعدام کړ.
بچه سقاو او د هغه والي، په پټه، په لس هاوو خلک وژلي ول او والي خو اکثر خلک ژوندي ښخ کړي ول او بچه سقاو ته یې اطلاع هم نه وه ورکړې. د سقاوي حکومت له سقوط څخه وروسته د والي له کور څخه په شل ګونو مړي را وایستل سول او څرګنده سوه چي په راز راز شکنجو او عذابونو کي یې وژلي ول.
په کابل کي یو مشهور سړی قاضي عبدالرحمن نومېدی ۱. دا سړی پخپله د کوهدامن وو او د غازي امان الله خان له تښتېدلو څخه وروسته هم څه وخت له بچه سقاو سره جنګېدلی وو
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱: دا به حتماً کوم بل قاضي عبدالرحمن وي. د کابل قاضي القضات هم عبدالرحمن نومېدیږ هغه د اعلیحضرت امان الله خان له اصلاحاتو سره مخالف وو او غوښتل چي له حضرت شېرآقا مجددی سره هندوستان ته وتښتي خو په خوست کي ونیول سو او له څلورو تنو نورو ملایانو سره د ۱۹۲۸ کال د نومبر په میاشت کي اعدام سو. جهاني
او بالآخره ونیول سو او بچه سقاو حکم وکړ چي هغه دي بند پربند پرې سي او د دې حکم سره یې ملک محسن ته واستاوه او هغه ته یې لیکلي وه چي قاضي دي په عام بازار کي په سزا ورسول سي.
والي ملک محسن له نورو خلکو څخه په جبر او شکنجو مالونه اخیستي ول خو له قاضي سره یې نرمي خبري وکړې او هغه یې هغه چوک ته بوت چي بچه سقاو ورته ښودلی وو. ملک محسن له قاضي سره د پالودې دوکان ته وخوت او له دوکان څخه دباندي سخت امنیت نیول سوی وو. د پالودې په دوکان کي قاضي، ملک محسن ته، د خپلو شته منیو حساب ورکاوه. ملک محسن قاضي ته ویلی وه چي که د خپلي ټولي شته منی حساب راکړې نو د بچه سقاو څخه به دي خلاص کړم. کله چي قاضي د خپل ټول منقول او غیر منقول جایداد حساب ورکړ د ملک محسن قناعت یې حاصل نه کړ او ورته ویل یې چي نور جایداد هم ورته وښيي. ملک محسن قاضي ته په ښکنځلو بنا وکړه او پر خپلو عسکرو یې ږغ وکړ چی قصاب راحاضر کړي. قصاب مخکي له مخکي حاضر وو او والي غوښتل چي که قاضي قصاب وویني نو به اقرار وکړي. مګر څرنګه چي له قاضي سره نور هیڅ هم نه وه نو نور یې د مرګ پروا ونه کړه او ملک محسن ته یې په ټوکو وویل چي کله ما مړ کړې نو زما په نس کي چي څه پالوده پاته ده هغه به هم وخورې. ملک محسن امر وکړ چي قاضي چپه کړي. قصاب ته یې امر وکړ چي ټول بند پر بند پرې کړي. له قاضي څخه یې لومړی لاسونه وروسته پښې او زنګنونه یو په یو غوڅ کړل. قاضي په ډېره زړه ورتیا دا ټولي شکنجې وزغملې او والي په دغه وخت کي هم هغه ته سپکي سپوري ویلې. ما ملک محسن د چارماري په ورځ ولیدی چي غاړه یې سینې ته راټیټه سوې وه. بېشکه چي ظالمان سخت ډارن او بې زړه وي» ص ص ۳۵۸- ۳۸۳
پاته لري
جناب جهاني صاحب ، تاسو د افغانستان ویاړ یاست . زمونږ د معاصر تاریخ ډېرې تیارې پاڼې مو په خورا ښکلي متن او مستندو اسنادو سره خپل ولس ته روښانه کړي او د لوستلو لپاره وړاندې کړیدی.
کوم وخت چې مونږ نوی زلمکیان و، زمونږ نیکونو به په جوماتونو کې د سقاوي دورې د غلو او داړه مارانو په هکله په لوګر کې خپلې خاطرې یادولې . دوی به ویل ، چې د سقاویانو یوه ډله به د 50 تر 100 نفرو مسلح کسان بې خبره راغلل . د کورونو ټول مالونه او حیوانات به یې چور او له ځانو سره وړل . ولس چې بې وسلې و، له ډاره به د غرونو او دښتو خواته ترې تېښته کوله او خپل ځانونه او ماشومانو ته به یې نجات ورکاوو.
څنګه چې مشر یا « د غلو خادم لعنت الله » یې لوی ډاکو او غل و، د هغو وسله والو هم قصدا او عمدا خپلې وظیفې ته دوام ورکاوه . د الله تعالی لعنت او سخت عذاب دې وي ، پر دغو غلو او د انسانیت او تمدن پردښمنانو!